د جلال اباد ښار اړوند هډې فارم خرما بڼ له نن څخه دیارلس کاله وړاندې د متحده عربي اماراتو په همکارۍ د ننګرهار کانال له لوري په ۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی او له څلورو کلونو راهېسې په حاصل راغلی دی.
ننګرهار کې د کانال ریاست له پاره د طالبانو رئیس مولوي غلام الرحمن ویلي، د کانال ریاست اړوند خرما بڼ سږ کال نږدې ۲۰ ټنه حاصلات ورکړي، چې د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره لوړوالی ښیي.
مولوي غلام الرحمن وایي، د نورو کلونو په څېر یې ددغه بڼ حاصلات خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړي چې له درکه یې څه کم یو نیم مېلیون افغانۍ عواید ترلاسه شوی دی.
نوموړی وایي، تېر کال له دغه بڼ شاوخوا ۱۲ ټنه خرما په لاس ورغلې وه چې سږنی حاصل یې د تېر په پرتله نږدې دوه برابره دی.
مولوي غلام الرحمن وایي: «سږ کال د ننګرهار کانال ریاست هډې فارم خرما باغ شل ټنه حاصلات ورکړي او له دې پلوه د طالبانو حکومت ته څه کم پنځلس میلیونه افغانۍ عواید په لاس راغلي، تېر کال ددغه باغ حاصلات دولس ټنه وو، دغه باغ د متحده عرب اماراتو له خوا په ٢٠٠٩ کال کې په څلوېښت جریبه ځمکه کې جوړ شو، چې دایې د حاصل څلورم کال دی.»
د کانال رئیس دغه راز وایي، په یاد بڼ کې ٢٧٠٠ بوټي کېنول شوي چې شپږ ډوله حاصل ورکوي.
نوموړی وایي، د کانال ریاست عوایدو لوړوالي او د خلکو د تقاضا پوره کولو په موخه یې تېر کال په هډې فارم سیمه کې په ۲۵ جریبه ځمکه کې د خرما یو بل بڼ جوړ کړی او پلان لري چې دغه لړۍ د ننګرهار لرې پرتو ولسوالیو ته هم وغځوي.
مولوي غلام الرحمن زیاتوي: « په دې باغ کې ٢٧٠٠ بوټي کېنول شوي دي او شپږ رقمه اعلی خرما کوي، مونږ د خپلو عوایدو او خلکو تقاضا پوره کولو لپاره په ٢٥ جریبه ځمکه کې د خرما یو بل باغ جوړ کړی او کوشش کوو چې د ننګرهار لرې پرتو ولسوالیو کې هم چې د کانال ځمکې موجودې وي د خرما باغونه جوړ کړو.»
د ننګرهار کانال ریاست په دغه بڼ کې ګڼو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې، چې له دې لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کوي.
د دوی له ډلې یو یې عبدالقیوم اطرافي دی چې له شاوخوا درې لسیزو راهیسې د ننګرهار کانال اداره کې کار کوي او اوس د خرما بڼ د پالنې او د نویو بڼونو د جوړولو مسوولیت په غاړه لري.
نوموړی وایي، خوښ دی چې د خپلو خولو تویولو په پایله کې هېواد ته خدمت او خپلې کورنۍ ته حلاله روزي پیدا کوي.
اطرافي که څه هم د خرما اوسني حاصلات د بسنې وړ نه بولي؛ خو ټینګار کوي چې مسوولین باید په دې برخه کې خپله پاملرنه لا زیاته کړي.
نوموړي وویل: «زما شا وخوا دیرش کاله کېږي چې په کانال کې کار کوم، له کله چې د خرما باغ جوړ شوی مسوولیت یې ماته سپارل شوی، زه خوشاله یم چې دلته د خپلې کورنۍ له پاره یوه مړۍ حلال رزق ګټم او خپل ګران هېواد ته خدمت هم کوم، د خرما دغه باغ د خلکو تقاضا نه شي پوره کولی او باید مربوطه مسوولین یې د پراختیا له پاره نور هم کوشش وکړي.»
هر کال د ننګرهار کانال خرما بڼ رسېدلي حاصلات خصوصي شرکتونو ته په قرار داد ورکول کېږي او سږ کال د بڼ حاصلات د ننګرهار یوه سوداګر په څه کم یو نیم میلیون افغانیو اخېستي دي.
دغه سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط ٨ صبح ورځپاڼې ته ویلي، خوښ دی چې په کور دننه خپله پانګه بندوي او له دې لارې ګڼو بې روزګاره افغانانو ته د کار زمینه برابروي.
هغه وایي، چمتو دی چې له دې پرته په نورو برخو کې هم د هېواد د آبادۍ په موخه پانګونه وکړي؛ ترڅو په هېواد کې د فقر او غربت په کمولو کې خپل مسوولیت ترسره کړي.
سوداګر زیاتوي، که طالب مسوولین ورته زمینه برابره کړي؛ چمتو دی چې د هېواد د نورو ولایتونو سربېره د ننګرهار کانال خرما تر نړیوال بازار پورې ورسوي.
هغه وویل: « زه ډېر خوشاله یم چې د افغانستان په داخل کې خپله سرمایه بندوم او خلکو ته د کار زمینه برابروم، زه وعده کوم چې نوره سرمایه به هم پیدا او په افغانستان کې به یې د خپلو وطنوالو د کار روزګار موندلو له پاره په کار واچوم، که مربوطه مسوولین ماته زمینه برابره کړي آماده یم چې د ننګرهار خرما تر بین المللي مارکېټ پورې ورسوم او له دې لارې نړیوالو ته افغانستان معرفي کړم.»
د ننګرهار کانال خرما بڼ د حاصلاتو له رسېدو سره لسګونو هغو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې چې تر دې وړاندې له وزګارۍ او بېوزلۍ ځورېدل.
دا کسان په کور دننه او له هېواد دباندې پر نورو پانګه والو غږ کوي چې په افغانستان کې دې پانګونه وکړي؛ ترڅو د روانې بې کارۍ او اقتصادي ستونزو مخه ونیول شي.