۸صبح، ننګرهار: سږ کال ننګرهار کې د کانال ریاست د خُرما بڼ حاصل ۲۰ ټنه اټکل شوی دی.
د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، چې یاد بڼ پروسږ کال ۱۴ ټنه حاصل ورکړی و.
د ننګرهار کانال ریاست کې دا بڼ په ۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی.
تمه کېږي، چې په دغه ولایت کې په ۲۵ جریبه ځمکه کې د خرما بل بڼ هم جوړ شي.
د ننګرهار کانال یا د ننګرهار وادي کرنیز شرکت یوه پروژه ده، چې د پخواني پاچا ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال پېل شوې، چې بېلابېلې برخې او د مېوو باغونه لري.