د خواله رسنۍ ټلیګرام یو بنسټ اېښودونکی پاول دوروف وايي چې سږکال به د دغه پلټفارم د فعالو کاروونکو شمېر یو میلیارد کسانو ته ورسېږي.
یورو نیوز پنجشنبه د اپریل پر ۱۸مه د دوروف په حواله راپور ورکړی چې د ټلیګرام فعال کارن «په وچ ځنګل کې د اور خپرېدو په څېر» مخ په زیاتېدو دي.
نوموړي زیاته کړی چې د وینا ازادۍ او اعتراضي غونډو څخه د ملاتړ له کبله څو وارې د دولتونو تر فشار لاندې راغلی دی.
د هغه په خبره، خلک په دې پلټفارم کې شته خپلواکي، محرمیت او ازادي خوښوي.
دوروف ټينګار کړی: «د دغه بېپرې پلټفارم شتون د ټولو غږونو اورېدولو لپاره اړین دی.»
دمګړۍ په نړۍ کې ۹۰۰ میلیونه کسان ټلیګرام کاروي.
د یادونې ده چې چین شاوخوا نهه کاله وړاندې د دغه اپلکېشن پر کارولو بندیز ولګاوه او د ایران، پاکستان، کیوبا، ټاېلنډ او ځینو نورو هېوادونو اوسېدونکي یې بیا د ويپياېن په فعالولو کاروي.