۸صبح، فراه: په فراه کې سیمهییزې سرچینې وايي چې «وسلهوالو غلو» له یو کوره ۷۰ کیلو ګرامه تریاک، ۶۰۰ زره افغانۍ او سره زر غلا کړي دي.
سرچینو پنجشنبه د وري پر ۳۰مه ویلي چې دا پېښه د فراه په فراهرود ولسوالۍ کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، دا غلا د طالبانو امنیتي پوستې ته په ۲۰۰ مترۍ کې شوې ده.
سرچینې وايي چې طالبانو د دغې غلا په تړاو د کور خاوند ته هېڅ ځواب نه لاره.
په فراه کې ځايي طالب چارواکو تر اوسه په دې هکله رسمي څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان پرلپسې په هېواد کې د سراسري امنیت ټينګښت خبره کوي.