۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له کبله درې کسان مړه شوي دي او یو بل ټپي شوی دی.
دا پېښه نن یکشنبه د کب پر ۲۰مه د ماسپښين شاوخوا ۲:۰۰ بجې د ننګرهار مرکز جلالاباد په اتمه ناحیه کې د یو ټریلري او الټو موټر د ټکر له کبله شوې ده.
سرچینو په پېښه کې د ټپي شوي کس په اړه څه ویلي نه دی.
د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي ښودل شوې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ هم د دې پېښې پخلی کړی دی.
په دې وروستیو کې د هېواد په ځينو ولایتونو کې ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي.
همدا تېره جمعه د نیمروز د چخانسور د دو راهۍ په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي و.