۸صبح، کابل: د طالبانو دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد د قطر بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر سره په کتنه کې له دغه هېواد سره د اړیکو پر پیاوړتیا او همکاریو پر دوام ټينګار کړی دی.
د طالبانو دفاع وزارت پنجشنبه د غبرګولي پر ۳مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې په کابل کې د مجاهد او قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ترمنځ له کتنې خبر ورکړی دی.
مجاهد په هېواد کې د وروستیو زلزلو او سېلاب ځپلو سره د قطر له بشري مرستو مننه کړې ده.
وزارت زیاته کړې: «د قطر بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې د دوستانه اړیکو ټينګښت او لازیاتو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.»
دغه قطري چارواکي له دې وړاندې د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدلي و.
قطر د هغو هېوادونو له ډلې دی چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.