د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکایي ځواکونو په یوه برید کې په کابل کې ووژل شو. د امریکا ولسمشر جو بایډن خپله د القاعدې شبکې د مشر وژل کېدل تایید کړي دي. ښاغلي بایډن د کابل ښار په زړه کې د امریکا د هوایي ځواکونو عملیات «بریالی ماموریت» او د خپل حکومت لپاره لاسته راوړنه بولي. طالبان بیا د افغانستان په پلازمېنه کې د امریکایي ځواکونو له خوا پوځي عملیات د دوحې تړون او نړیوالو اصولو خلاف بولي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د امریکا په وخت دوشنبه ماښام د زمري پر ۱۰ سپینې ماڼۍ کې وویل: «د شنبې پر ورځ امریکایي ځواکونو زما په امر د افغانستان په کابل کې یو بریالی هوایي برید ترسره کړ او په پایله کې یې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري ووژل شو.» جو بایډن د امریکا د دغه اقدام په اړه څرګندوي، چې ایمن الظواهري د امریکا پر وړاندې د وژنو او تاوتریخوالو یوه لیکه پرېښې وه او د هغه په وژل کېدو سره «عدالت پلي شوی دی». ښاغلی بایډن زیاتوي، چې د القاعدې د مشر د اوسېدو ځای په اړه پوره معلومات له دغه هوایي بریده کابو یوه اوونۍ مخکې ده ته رسېدلي وو.
طالبانو بیا کابل کې د امریکایي ځواکونو له هوایي برید سره چې په پایله کې یې د القاعدې مشر ووژل شو، خپل مخالفت څرګند کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې دغه برید په هره پلمه چې ترسره شوی، د «اسلامي امارت» له خوا په کلکو ټکو غندل کېږي. ذبیح الله مجاهد د افغانستان په خاوره کې د امریکا هوایي ځواکونو دغه برید «له نړیوالو اصولو او د دوحې له هوکړه لیک څخه څرګنده سرغړونه» بللې ده. د طالبانو ویاند خبرداری ورکوي: «دا شان کړنې د شلو کلونو ناکامې تجربې دي او د امریکا، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې یکشنبه سهار د زمري پر ۹ د سهار ۶:۳۰ بجو شاوخوا د کابل ښار په شیرپور او وزیر اکبرخان کې دوه راکټونه ولګېدل. دغه دوه توغندي دومره زورور وو، چې د چاودنې غږ یې د سیمې تر ۳۰ کیلومترۍ پورې رسېدلی دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر هغه ورځ وزیر اکبرخان او شیرپور کې پر یوه استوګنیز کور د راکټونو لګېدل تایید کړل؛ خو توغول یې په کومې ډلې یا هېواد پورې ونه تړل.
په دې لړ کې د امریکا دولت چارواکي څرګندوي، چې دغه عملیات په پوره غور او د کره معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي. د امریکا ولسمشر جو بایډڼ په یوه تلویزیوني وینا کې د امریکا د یوه استخباراتي چارواکي له قوله ویلي، چې ایمن الظواهري په کابل کې اوسېدلو کور په بالکن کې و، چې بې پیلوټه امریکایي الوتکې د هغه په لوري دوه توغندي توغولي دي.
د دوحې له هوکړه لیکه چا سرغړونه کړې؟
کابل کې د القاعدې شبکې د مشر له وژل کېدو وروسته طالبان او امریکایي چارواکي یو بل د دوحې له تړون څخه پر سرغړونې تورنوي.
ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي، چې امریکا د افغانستان په خاوره کې د پوځي عملیاتو په ترسره کولو د دوحې له هوکړه لیک څخه سرغړونه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن بیا وایي، چې طالبانو په کابل کې د القاعدې مشر ته په پناه ورکولو له دغه هوکړه لیکه سرغړونه کړې ده. د دوحې هوکړه لیک دوه نیم کاله مخکې د ۱۳۹۸ لمریز کال په کب میاشت کې قطر کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي مرستیال عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شو. د دغه هوکړه لیک له مخې طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې، چې له ترهګریزو ډلو له دې جملې القاعدې سره پر اړیکې پرې کولو سربېره به ترهګریزو ډلو ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د امریکا د ګټو پر وړاندې وکاروي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د کابل ښار په زړه کې د ایمن الظواهري شتون د طالبانو له خوا د دوحې تړون تر پښو لاندې کول بولي. طالبانو تر اوسه کابل کې د القاعدې د مشر د وژل کېدو په اړه کره معلومات نه دي ورکړي.
په دې لړ کې د افغانستان په خاوره کې د القاعدې شبکې د لومړي کس شتون هغه هم د کابل ښار په زړه کې په یوه ډیپلوماتیکه سیمه کې د وګړو او سیاسي لوریو لپاره د پوښتنې وړ ده. طالبانو تر دې مخکې څو ځله ټینګار کړی، چې ترهګریزو ډلو سره یې خپلې اړیکې پرې کړې او اجازه به ورنه کړي، چې افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدل شي.
ایمن الظواهري څوک و؟
ایمن الظواهري په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د القاعدې ډلې د مشر په توګه وټاکل شو. الظواهري د القاعدې یو له درېیو نفوذ لرونکو مشرانو څخه و، چې په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې یې د سپټمبر د ۱۱ برید پلان کړی و. هغه د القاعدې ډلې د پلان جوړونکي او متفکر په توګه هم بلل کېږي. د هغه پوره نوم ایمن محمدربیع مصطفی عبدالکریم الظواهري دی او د القاعدې په مشرۍ کې یې پراخ رول د دې لامل شو، چې امریکا د هغه د نیولو لپاره ۲۵ میلیون ډالر جایزه وټاکي.
ایمن الظواهري په ۱۹۵۱ زېږدیز کال کې د مصر په قاهره کې په یوه نامتو کورنۍ کې نړۍ ته راغی. هغه د طب په برخه کې زده کړې وکړې او د سترګو د متخصص په توګه یې په قاهره کې طبابت پيل کړ. د الظواهري پلار درمل جوړونکی او د قاهرې پوهنتون استاد و او نیکه یې د «الازهر» اسلامي پوهنتون امام و. هغه په ۱۹۷۳ زېږدیز کال کې له خپلو همفکرو سره د اسلامي جهاد ډله رامنځته کړه.
ایمن الظواهري د دې ډلې د کسانو له خوا د مصر د پخواني ولسمشر انور سادات د وژلو له امله له سلګونه نورو تنو سره زنداني شو. هغه له درې کاله زندان وروسته خوشی شو او سعودي عربستان او وروسته له عرب جنګیالیو سره د مرستې لپاره د پاکستان پېښور ته سفر وکړ.
الظواهري په ۱۹۹۳ زېږدیز کال کې د مصر د اسلامي جهاد د مشرۍ لپاره وټاکل شو او د دغه هېواد د حکومت له منځه وړلو لپاره یې خونړۍ مبارزه پيل کړه. امریکا په ۱۹۹۷ کال کې ښاغلی ظواهري د مصر په اقصر کې د لوېدیځ سیلانیانو د وژلو د مسوول په توګه معرفي کړ. دوه کاله وروسته مصر کې یوې پوځي محکمې هغه په غیابي توګه پر مرګ محکوم کړ.
ایمن الظواهري د اسامه بن لادن له وژل کېدو مخکې د القاعدې شبکې د دویم کس په توګه و او ویل کېږي، چې هغه د ۱۹۹۸ کال د اګسټ پر ۷ د «تانزانیا» په دارالسلام او د «کنیا» په نایروبي کې د امریکا په سفارتونو کې په بم اېښوودلو، پر یو اېس اېس کول جنګي بېړۍ برید او د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۱ د نړۍ پر سوداګریز مرکز او پنټاګون بریدونو کې اغېزناک رول لرلی او د نړیوالو ځواکونو تر څارنې لاندې و.
ایمن الظواهري د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۲۶۷ پرېکړه لیک له مخې په القاعدې ډله کې د اغېزناک شتون له امله په تور نوملړ ګډ شو او بندیزونه پرې ولګېدل.
الظواهري د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د القاعدې مشري پر غاړه واخیسته او تېرو ۱۱ کلونو کې یې له خپلو پټنځایونو څخه فعالیت کاوه. نړۍ کې د بېلابېلو جهادي ډلو د فعالیتونو له زیاتېدو په ځانګړې توګه د داعش له رامنځته کېدو سره د هغه نفوذ کم شو. افغانستان کې د جمهوري نظام پرځېدل او پر دغه هېواد د طالبانو واکمنېدل د دې لامل وګرځېد، چې ښاغلی ظواهري د روان زېږدیز کال په پیل کې له خپلې کورنۍ سره کابل کې له طالبانو سره یوځای شي او په دې ښار کې واوسېږي.
د امریکا اطلاعاتي ځواکونو په کابل کې د ایمن الظواهري د اوسېدو ځای پیدا کړ او په پوره پلان سره یې هغه په یوه هوایي برید کې وواژه. هغه ۷۱ کاله عمر وکړ. د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، چې د دې برید پر مهال د ایمن الظواهري کورنۍ هم له هغه سره یوځای وه؛ خو هغوی ته زیان نه دی رسېدلی.
د ایمن الظواهری د وژل کېدو په تړاو غبرګونونه
کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدو د هېوادونو، وګړو او سیاستوالو ډول ډول غبرګونونه پارولي دي. د سعودي عربستان دولت الظواهري یو «ترهګر» بللی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت سه شنبه د زمري پر ۱۱ یوه اعلامیه کې ویلي، چې ایمن الظواهري یو ترهګر مشر و او په امریکا او عربستان کې یې ګڼ مرګوني عملیات پلان او ترسره کړي وو.
د کاناډا لومړي وزیر جسټن ترډو د ایمن الظواهري له وژل کېدو په هرکلي سره لیکلي: «د ایمن الظواهري وژل کېدل د یوې لا خوندي نړۍ پر لور ګام دی. کاناډا له ترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې، د سولې ټینګښت او امنیت راوستلو لپاره له خپلو نړیوالو شریکانو سره کار کوي، تر څو خلک په کور کې [کاناډا] او د نړۍ په هره برخه کې خوندي وساتي.»
له طالبانو سره د مخکیني دولت د مرکچي پلاوی غړی محمد ناطقي وایي، چې کابل کې د القاعدې د مشر د وژل کېدو ریښه په طالبانو کې دننه ده. هغه پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «امریکا د القاعدې د مشر د پټېدو له ځایه دومره دقیق او کره معلومات د غیبو له علمه نه لرل، چې په څو پوړیزه ودانۍ کې او په کوم پوړ کې او په کومه خونه کې ژوند کوي او کله ناسته لري.» ښاغلی ناطقي زیاتوي: «د امریکا علم غیب د طالبانو بل لوری دی.»
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل کابل کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې شبکې د مشر له وژل کېدو وروسته د دې پېښې په تړاو درې احتمالي سناریو مطرح کړې دي.
نبیل سه شنبه د زمري پر ۱۰ په یوه ټویټ کې ویلي، چې د القاعدې پر مشر د سراج الدین حقاني اړوند کور کې برید شوی او د هغه مېلمستون هم د القاعدې د مشر د اوسېدلو ځای ته نږدې دی.
ښاغلي نبیل ویلي، دا شونتیا هم شته، چې حقانيانو د جنرال قمر باجوه او آی اېس آی په مرستې له تور نوملړ څخه د وتلو او له امریکا سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د ایمن الظواهري د اوسېد ځای په اړه امریکا ته معلومات ورکړی وي.
د ملي امنیت پخواني رییس په بل اټکل کې وایي، د ملا برادر او ملا یعقوب ډلې، چې د کوېټې له شورا ملاتړ کوي، ښایي د حقاني شبکې له ځان لوی بللو د مخنیوي لپاره امریکایانو ته د ایمن الظواهري د اوسېدلو ځای په اړه معلومات ورکړي وي.
رحمت الله نبیل په درېیم اټکل کې ویلي، چې ښایي د پاکستان پوځ د ایمن الظواهري د پټېدو ځای امریکایانو ته ښودلی وي. نبیل دغه احتمال کمزوری بللی دی.
سیاسي شنونکی فردوس کاوش د طالبانو تر مدیریت لاندې کابل کې د ایمن الظواهری د وژل کېدو او د هغه د شتون په اړه ویلي، چې طالبانو خپل لومړی حکومت هم له القاعدې قربان کړ. ښاغلي کاوش پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «راتلونکي کې به روښانه شي، چې امریکا څنګه په کابل کې د هغه د پټېدو ځای کشف او په ډاګه کړ.»
د ایمن الظواهري د کورنۍ غړو له مصري رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې تر اوسه د الظواهري له وژل کېدو ډاډمن نه دي. طالبانو د دغې موضوع څرنګوالی نه دی تایید کړی.
د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري په داسې حال کې د افغانستان په پلازمېنه کې د امریکا د هوایي ځواکونو له خوا وژل شوی، چې طالبان له یوه کال راهیسې د هېواد کنټرول په لاس کې لري.
طالبان امریکا د نړیوالې ټولنې له خوا د هغوی د رژیم په رسمیت پېژندلو لپاره اصلي خنډ ګڼي. دغې ډلې څو ځله له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې رژیم یې په رسمیت وپېژني؛ خو تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم د ترهګرۍ پر ځالې د افغانستان له بدلېدو اندېښمن دي. د تاشکند ناستې ګډونکوونکو چې د ۲۰ هېوادونو رسمي استازي وو، هم افغانستان کې د ترهګریزو ډلو له شتون څخه اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه ناسته تېره اوونۍ په اوزبیکستان کې ترسره شوه. د دې ناستې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل، چې له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.
که څه هم طالبانو تل ډاډ ورکړی، چې د هغوی تر کنټرول لاندې افغانستان به هېڅکله د ترهګرۍ پر ځالې بدل نه شي؛ خو افغانستان کې د القاعدې شبکې د مشر وژل کېدل ښایي د نړیوال ټولنې لپاره د طالبانو باور ته زیان ورسوي.