د القاعدې شبکې یوه ۳۵ دقیقې ویډیو خپره کړې او ادعا یې کړې ده، چې د دغه سازمان د مشر ایمن الظواهري خبرې دي.
رویترز جمعه د ډسمبر پر ۲۳ راپور ورکړی، چې د دغې ویډیو د ثبتولو ځای او نېټه روښانه نه دي.
امریکا نږدې پنځه میاشتې مخکې اعلان کړی، چې کابل کې د دغه هېواد د بېپیلوټه الوتکې د برید په پایله کې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري وژل شوی دی.
القاعدې شبکې تراوسه د دغه سازمان لپاره مشر نه دی ټاکلی؛ خو سیف العادل چې د القاعدې یو لوړپوړی غړی ګڼل کيږي د کارپوهانو په وینا د مشرۍ اصلي ادعا کوونکی دی.