۸صبح، کابل: د طالبانو د چارسمبالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د چهارشنبې پر ورځ د لړم پر نولسمه د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی اسلامآباد ته ځي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې د دغه وزارت د چارسمبالي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د پاکستان پلازمینې اسلامآباد ته سفر کوي.
بلخي لیکلي، دا پلاوی به د اړیکو په پیاوړتیا، اقتصاد، ترانزیټ، مهاجرینو او ولسونو ته په تګ راتګ کې د سهولتونو په زیاتوالي خبري وکړي.
په دې پلاوي کې د مالیې او تجارت وزیران او کاري ګروپونه هم شامل دي.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته دا لومړی رسمي سفر دی.
څه موده وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم کابل ته راغلی و او له طالب چارواکو سره یې لیدلي و.