د سبا ناوې
لیکوال: اسماعيل لاروی

شېبه په منډو ده او تګ يې له دې ډېر چټک دی چې ساعتونه يې ښيي. د مستو ياغي سيندونو اوبه ډب کېږي؛ خو د روان وخت د سيند لپاره هيڅ بند نشته. موږ په دې تمه له حاله تښتو چې آینده به نيکمرغه وي او اوس چې له کومې بدمرغۍ ځورېږو، دا هيڅ به هم سبا نه وي؛ خو که بې تصميمه همداسې ور روان يو، د وخت د سيند په څپو سپاره خلي- خاشاک به له سبا هم د حسرت او افسوس په سړو اسويليو تېرېږي.
سبا بدلېدونکې ده او زموږ ژوند نن و سبا دی، د رحمان په قول؛ زنده ګي که څوک پوهېږي حضور دم دی، راتلونکی او تېر مو په اختيار کې نه دي مګر سبا ځکه مهمه ده، چې پرې ور روان يو او که ژوند بقا ولري، د وخت هغه څپه چې نن يې د اوس په نوم نوموو، سبا به يې ځای ونيسي.
تېرې زمانې له ورخه تېرې اوبه دي، اوس چې په کومه زماني مقطع کې اوسو، زموږ په اختيار کې ده او کولی شو چې حد اکثر ګټه ترې واخلو، راتلونکې زمانه موږ د نن په هلو ځلو ښکلي کولی شو او سبا يوازې د اوسني نسل احتمالي ملکيت نه ده؛ بلکې زموږ راتلونکي نسلونه هم زموږ له کړو وړو اغېزمنېږي.
حمزه بابا وايي:
په سبا سبا دې زه دومره مين کړم
چې په هر سبا مې ستا پرون په کار دی
شاعر که څه هم د دروغجن محبوب هغه وعدې يادوي چې سبا ته يې د تېرې ورځې د وعدې په ارمان دی؛ خو د بيت ضمني مفهوم له دې پراخ دی. انسان په دې کشمکش کې وي چې سبا به مې نيکمرغه وي او دا غوښتنه بې له هلو ځلو له خپله تقديره کوي؛ خو کله چې سبا شي، بيا د تېرې ورځې په ارمان وي ځکه د هرې سبا ماڼۍ د نن له خښتو جوړه ده.
حمزه بابا په پورتني بيت کې وايي چې موږ خپلې خوش باورۍ تېر باسي، چې د سبا ناوې به بې له ستونزو ګاللو ښکلې وي او موږ دې ناليدلې ښکلا ته د مينتوب تر حده هوسېږو؛ خو کله چې سبا شي، بيا د پرون ارمان ځکه کوو، چې همدا د سبا د ماڼۍ خښتې د نن په پټۍ کې پخېدې او موږ ترې هسې تېر وو.
د روانپوهنې په اړه مې د فارسي په يوې فيسبوکپاڼې (ډيالوګ) کې دا خبره ولوسته، نه پوهېږم، د چا وينا به وي؛ خو د کار خبره ده او دلته يې ذکر بې ځايه نه دی: «څوک چې دې ته په تمه کېني چې فرصت به ورته راوړل شي، کلونه وړاندې مړ دی. برياليتوب چانس نه دی؛ بلکې لاس ته راوړل کېږي.»
رابرت کيوساکي وايي: «ستاسو راتلونکی د نن له کړو جوړېږي، نه د سبا».
ژوند تېرېدونکی دی او انسان هم له يو زماني انټرواله تېرېدونکی دی؛ خو مهمه دا ده چې د ژوند په نوم ځانګړې شوې زمانه کې مقرر فرصتونه ضايع نه شي، استاد پسرلی وايي:
تېښته وه چې موږ له ژونده تښتېدو که دی له موږ
ښکلي فرصتونه مو په دې فرار کې پرېښودل
ژوند د چارلي چاپلين په قول هغه جشن نه دی چې تا يې ارزو لرله؛ خو اوس چې ورته را بلل شوی يې؛ نو ښه وناڅه! د ژوند همدا شېبه مهمه ده چې پکې پايو، خوند بايد ترې واخلو، کار وکړو، نورو ته مينه ورکړو او هغه توقع چې له يو انسانه کېږي، هغه لاجوابه پرېنږدو او که داسې وکړو؛ نو سبا زموږ او د راتلونکو نسلونو هغه ښکلې ناوې ده چې ارزو يې لرو.