نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سياېناېن شبکې پروړاندې یو شکایت ثبت کړی او د ۴۷۵ میلیون ډالرو ګرمې د ورکولو غوښتنه یې کړې ده.
اسوشېټډپرس راپور ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ خپل شکایت دوشنبه د اکټوبر پر ۳ د امریکا د فلوریدا ایالت په درفورټ لادرډیل سیمه کې په یوه محکمه کې ثبت کړی دی.
ټرمپ ادعا لري، چې سياېناېن شبکې هغه بدنامه کړی دی. د هغه په وینا د هغه له ژبې د «لوی دروغ» عبارت له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۷۷۰۰ ځله په سياېناېن کې کارولی دی.
سياېناېن شبکې ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ د دغه شکایت په اړه هېڅ نظر نه لري.
د ویلو ده، چې ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ پرمهال څو ځله پر سياېناېن برید کړی دی او پر دغې شبکې یې تورونه لګولي دي.