۸صبح، کابل: د امریکا مخکیني ولسمشر دونالډ ټرمپ شنبه د اپریل پر دويمه د میشګان ایالت په یوه غونډه کې افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د راستنېدو د احتمال او امکان خبره کړې ده.
نوموړي هغو پوځي وسایلو ته چې په اګسټ کې یې د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پرېښي، اشاره کړې او ویلي یې دي: «ښايي او باید ورشو او هغه بېرته واخلو.»
ټرمپ وايي چې «د نړۍ تر ټولو غوره پوځي وسایل» په افغانستان کې پاتې دي او هغه د دغو وسایلو پرېښودل «تر ټولو احمقانه» کار بللی دی.
دا په داسې حال کې دی چې ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ پر مهال په ځلونو ټینګار کړی و، چې امریکا د نړۍ پولیس نه دي او هغه امریکايي ځواکونه خپلو کورونو ته ستنوي.
د ټرمپ دولت د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد په ګومارلو، له طالبانو سره د دوحې هوکړه لاسلیک کړه، چې له مخې یې د امریکايي ځواکونه ووتل او افغانستان د طالبانو لاس ته ورغی.