۸صبح، کابل: سیمهییزې سرچينې وايي چې د تخار او غزني ولايتونو په دوو جلا پېښو کې دوه کسان د طالبانو او ځايي اوسېدونکو له لوري د «غلا» په تور وژل شوي دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې د طالبانو د استخباراتو جنګیالیو سېشنبه د وري پر ۱۴مه د شپې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د تخار مرکز تالقان ښار، شپږمې ناحیې اړوند په «فقیراباد» سیمه کې یو ۵۵ کلن سړی وژلی دی.
د سرچينې په خبره، د دې سړي مړی د تخار ولايتي روغتون ته لېږدول شوى؛ خو تر اوسه يې د هويت په هکله بشپړ معلومات په لاس کې نشته.
دې سره جوخت، په تخار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند مبین صافی وايي چې دا کس د دوی له لوري د «غلا» په تور مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.
ورته مهال، په غزني کې سرچینې وايي چې د ګیرو ولسوالۍ د دیسي کلي یو شمېر اوسېدونکو نن سهار یو سړی د «له جوماته د بیټرۍ د غلا کولو» په تور وژلی دی. دې سړي د سیمې اوسېدونکو تر شکنجې لاندې ژوند بایللی دی.
طالبانو د دې پېښې په تړاو درې کسان نيولي دي.
د کب پر ۲۵مه طالبانو په هرات کې یو ځوان د «غلا»په تور وواژه.