په دې وروستیو کې د بل هر وخت په پرتله، افغانستان د ترکي رسنیو او څېړنیز مرکز د بحث وړ موضوع شوې ده. ترکان له کلونو راهیسې افغانستان د کلتوري اړیکو له امله یو دوست هېواد ګڼي او د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره ښې او دوستانه اړیکې لري. د ترکیې د پوځي حضور د دوام له مطرح کېدو وروسته، د افغانستان مسله ددغه هېواد په سیاست کې له پخوا زیاته د پام وړ ګرځېدلې ده. په افغانستان کې ځینې کسان فکر کوي چې ترکیه په هېواد کې د خپلو ګټو په لټه کې ده او دا ګټې تر ډېره له قومونو او ډله سره د اړیکو له لارې خوندي کوي؛ خو په عمل کې ترکیې ثابته کړې چې د افغانستان په وړاندې یې سیاست د بې طرفۍ، انساني او په رغنیزو چارو کې د مرستو پر بنسټ ولاړ دی. په داسې وخت کې چې ځینې ګاونډي او د سیمې هېوادونه له طالبانو سره د اړیکو لرلو لپاره سره سیالي کوي، ترکیه د افغانستان د امنیت په ټینګښت کې د مثب رول لوبولو په لټه کې ده. د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره د ترکیې اړیکې، د دولتونو ترمنځ اړیکې وې. له همدې امله اوس د ترکیې دولت هڅه کوي د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت، امریکا او د ناټو له نورو غړو سره په همغږۍ، د کابل د هوايي ډګر د امنیت په ساتلو کې رول ولوبوي. په افغانستان کې د ترکیې حضور د ترکانو لپاره یو دروند مسوولیت دی. له همدې امله، دوی د پوځي حضور د مسلې په اړه بېلابېل او متضاد نظرونه لري. ځینې باور لري چې ترکیه په سوریه، لیبیا او عراق کې پوځي حضور لري او له ترهګرو ډلو سره په نښتو بوخته ده، له دې امله په افغانستان کې ددغه هېواد د فعالیت دوام معقول او منطقي نه دی. په مقابل کې د رجب طیب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختیا د واکمن ګوند یو شمېر پلویان د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د ترکیې د پوځي حضور پلويان دي. دا په داسې حال کې دي چې جمهوري غوښتونکی ګوند په بهرنیو هېوادونو کې د ترکیې د پوځي حضور مخالف دی. په ټول کې د ترکیې په عمومي افکارو او روڼ اندې ټولنه کې په افغانستان کې ددغه هېواد د پوځي حضور د دوام په هکله درې نظریات موجود دي:
۱ـ د اردغان او د عدالت او پراختیا ګوند پلویان په افغانستان کې د ترکیې له حضور سره موافق دي. دوي باور لري، له هغې وروسته چې ترکیې په افریقا، د منځني ختیځ او بالکان او… په هېوادونو کې خپل پوځي حضور پراخ کړ، په نړیوال سیاست کې یې پياوړی ځای خپل کړ. د دوی په باور په پوځي حضور سره په دغو هېوادونو کې د ترکیې پانګونه زیاته شوه او دا پانګونه د ترکیې او دغو هېوادونو ترمنځ د ګټو پر عادلانه وېش ولاړه ده.
۲ـ محافظه کاره ډلې چې د واکمن ګوند ځینې پلویان، بېلابېل ګوندونه او بې پرې وګړي دي، په افغانستان کې د ترکیې حضور ته د شک په سترګه ګوري. دا ډلې که څه هم په افغانستان کې د ترکیې د شتون کلک مخالفت نه کوي؛ خو په دې اړه اندېښنه لري. د دوي اندېښنې تر ډېره په دوو برخو کې دي، یو د افغانستان ټولنیز جوړښت او د هېواد سیاست او د جګړې پېچلتیا او دوهم پر امریکا سخته بې باوري. دا ډلې فکر کوي چې د افغانستان جګړه او سیاست پېچلي او له شکونو ډک دي، همداراز د جګړې لوري بدلون مومي او له بېلابېلو هېوادونو سره نږدې اړیکې لري. د دوی په اند، دا موضوع ترکیه له سخت حالت او ستونزو سره مخامخ کولای شي. ددغو اندېښنو دوهمه برخه په وروستیو کلونو کې د امریکا او ترکیې ترمنځ د سختې بې باورۍ له امله ده. د ترکیې او امریکا اړیکو ته په پام سره دواړه هېوادونه له یوې خوا ستراتیژیک ملګري دي او له بله پلوه یې په اړیکو کې مختلف کړکېچونه تجربه کړي دي. د امریکا او ترکیې ترمنځ کړکېچ په ۱۹۶۰ کال کې د پخواني شوروي اتحاد په خاوره کې د امریکا د جاسوسي الوتکې په الوتنې سره پیل شو. له هغې وروسته، په ۱۹۶۲ کال کې د شوروي او امریکا ترمنځ د کیوبا د توغندیو ستونزه چې له امریکا سره یې د ترکیې پر اړیکو اغېز وکړ. په ۱۹۶۴ کال کې په شمالي قبرس کې د ترکیې د لاسوهنې په مطرح کېدو او د امریکا په مخالفت سره، واشنګټن پر انقرې د وسلو پلور ودراوه. په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا د برید پرمهال، د ترکیې پارلمان له خپلو پولو بهر بریدونو کې د دغه هېواد د پوځیان د ګډون او په دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د حضور په پلوي رایه ورنه کړه. اوس هم د سوریې قضیه او ددغه هېواد له کُردي جنګیالیو د امریکا وسله وال ملاتړ د واشنګټن او انقرې د اختلاف ټکی دی. له روسي د جنګي الوتکو پېرل د امریکا او ترکیې ترمنځ د اختلاف بل مورد دی. دغو اختلافاتو ته په پام سره ترکان پوښتنه کوي چې څه ډول پر امریکا باور وکړي؟ ولې امریکا له شل کلن پوځي حضور او میلیاردونو ډالرو لګولو وروسته د کابل د هوايي ډګر په شان ستراتيژیک موقعیت ترکیې ته سپاري. دوی فکر کوي چې امریکا هڅه کوي ترکیه د افغانستان په جګړه کې ښکېله کړي او په دې توګه په نړیوال سیاست کې د ترکانو رول منفي وښيي. د دوی په اند د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتلو مسوولیت منل د ترکیې لپاره جدي ستونزې رامنځته کولای شي.
۳ـ د حکومت مخالفې ډلې، له خپل هېواده بهر د ترکیې د پوځي حضور مخالفې دي. دوی په لیبیا او د سوریې په جګړه کې د ترکیې له حضور سره هم مخالفت کړی دی. د دوی په باور، ترکیه باید په نړیوال سیاست کې د یوه سیکولر او بې پرې دولت په توګه پاتې شي. دغه ګوندونه همداراز، له امریکا سره د ترکیې د اړیکو د پياوړتیا غوښتونکي دي. یو ترکي سیاستوال چوشکون باشبوع باوري دی چې د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتلو په اړه د امریکا او ترکیې ترمنځ د خبرو اوږدېدل له دې امله دي چې انقره ددغه مسوولیت د منلو لپاره ډېر شرطونه لري؛ ځکه د کابل هوايي ډګر د افغانستان لپاره ستراتیژيک موقعیت دی او د نشه يي توکو او تورو پیسو د قاچاق مخنیوی او نور مسایل ستونزمن او پېچلي کارونه دي. که ترکیه د امریکا او نورو هېوادونو د امنیتي الوتنو په ګډون د ټولو الوتنو د کنټرول واک ونه لري، دروند مسوولیت به یې پرغاړه وي. ددغو موردونو د مخنیوي لپاره باید په افغانستان کې د ترکیې حضور روښانه او د ټولو الوتنو د کنټرول د واک په لرلو سره وي.