۸صبح، دایکندي: دایکندي کې خلکو د دغه ولایت په سنګتخت او کیتي ولسوالیو کې د دوو سړیو مړي موندلي دي.
دایکندي کې د ځايي رسنیو د راپور له مخې، د یوه کس مړی پېژندل شوی، چې د سنګتخت او بندر ولسوالۍ د «سرقل شیخعلي» کلي اوسېدونکی دی.
دغه کس یوه میاشت وړاندې تری تم شوی و. خلکو څو ورځې وړاندې د نوموړي جسد له واورو راایستلی دی.
ورته مهال ځايي اوسېدونکو تازه د یو بل کس مړی په «سرکیسو» کلي کې پیدا کړی؛ خو تر اوسه یې هویت په کره توګه نه دی روښانه شوی.
ځايي مسوولان وايي، چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
تر اوسه د یادو کسانو د مړینې لامل څرګند نه دی.