دایکندي او بامیان کې د لارو د تړل کېدو له امله لسګونه مسافر په واورو کې بند پاتې دي

۸صبح، بامیان: په بامیان او دایکندي ولایتونو کې سیمه‌ییزې سرچینې په دغو دوو ولایتونو کې د ټولو لارو له تړل کېدو وروسته د لسګونه مسافرو د بند پاتې کېدو خبر ورکوي.

د ځایي سرچینو په وینا د بامیان او دایکندي ولایتونو له مرکزونو سره د ولسوالیو لارې، هغه لویې لارې چې بامیان او دایکندي له کابل سره نښلوي او کلیو ته غځېدلې لارې سه شنبه شپه د مرغومي له ۲۰ راهیسې تړل شوې دي.

بامیان او دایکندي کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاستونو هم د خبرتیاوو په خپرولو ویلي، چې له تېرې شپې راهیسې د دغو ولایتونو ټولې لارې تړل شوې دي.

بامیان کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست په خبرتیا کې راغلي، چې د بامیان – یکاولنګ او بامیان – شیبر له لارو پرته د دغه ولایت له مرکز سره د پنځو ولسوالیو لارې بندې دي.

هغه لویې لارې چې بامیان، دایکندي او غور له کابل سره نښلوي هم په قوناق، بکک، شاتو، حاجي‌ګک او شیبر کوتلونو کې تړل شوې دي.

په همدې حال کې دایکندي کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر ویلي، چې یو فلانکوچ ډوله موټر له لسګونه مسافرو سره قوناق کوتل کې په واورو او توپان کې بند پاتې دی.

دایکندي کې د طالبانو د تولګټو چارو ریاست مسوولانو هم رسنیو ته ویلي، چې له تېرې شپې راهیسې د دې ولایت ټولې لارې د واورو له امله تړل شوې دي.

د ویلو ده، چې د یو شمېر نورو ولایتونو لارې هم د واورو او سخت توپان له امله تړل شوې دي.

ورته لیکنې

Back to top button