۸صبح، دایکندي: په دایکندي کې ځایي سرچینې وایي، چې د تېر کال له ژمي راهیسې په دغه ولایت کې د طالبانو د زور زیاتي او لاسوهنو له امله لږ تر لږه ۱۵ مرستندویه موسسو خپل فعالیت درولی دی.
يوې باوري ځايي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د سرطان په ٢٤مه، ٨صبح ورځپاڼې ته وويل، د ملا محمدالله اقبال په نوم يو کس په دایکندي کې د طالبانو د اقتصاد رئیس او د والي امین الله عبید وراره دی.
د سرچینې په وینا، هغه او په دایکندي کې د طالبانو ډلې نور غړي، د مرستندویه موسسو په چارو کې لاسوهنه کوي.
سرچینه زیاتوي، د ملا محمدالله له لاسوهنو وروسته په دغه ولايت کې د ايکشن ايډ، رازي، بارک، سي آر ايس، ايم سي سي او نورو په ګډون ١٥ مرستندويه موسسو خپل فعاليتونه درولي دي.
سيمه ييزو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په نورو برخو کې د مرستندويه موسسو په کارونو کې د دې ډلې د سيمه ييزو چارواکو د لاسوهنې راپورونه خپاره شوي دي.
څه موده وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) اعلان وکړ، چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۳ کال تر فبرورۍ پورې په افغانستان کې د نړیوالو مرستندویه موسسو په کارونو کې ۴۹۴ ځله لاسوهنه کړې ده.