۸صبح، تخار: د تخار په دشتقلعه ولسوالۍ کې سرچینې وايي چې د دغې ولسوالۍ په سیند کې یې د دوو ماشومانو مړي موندلي دي.
د سرچینو په خبره، د دغو ماشومانو مړي پنجشنبه د سلواغې پر ۲۶مه له غرمې وروسته د دشتقلعه ولسوالۍ په ایخانم سیمه کې له اوبو راویستل شوي دي.
دا ماشومان محمدطیب او احمدبلال نومېدل چې ۱۲ کاله او نهه کاله عمر یې لاره او د دغې ولسوالۍ د توحیداباد کلي اوسېدونکي و.
د دغو ماشومانو مړي د دشتقلعه ولسوالۍ په روغتون کې دي.
سیمه کې ځايي طالب چارواکو په دې اړه څه ویلي نه دي.
له دې وړاندې په ځينو نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې شوې دي.