زموږ د وخت یوه جالبه پیښه په یوه سیمه او یو د بل په ګاونډ کې د دریو اسلامي رژیمونو شتوالی دی: د ایران اسلامي جمهوریت، د پاکستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو اسلامي امارت، خو په ورته والي او توپیرونو سره. په دې لړ کې ایران او اوسنی افغانستان له سیاسي پلوه ډېر ورته والی لري، ځکه دواړه د تیوکراتیک نظام تر ولکې لاندې دي او ملایان چې پخپله د ټولنې په یوه پاړکي پورې اړوند دي، نور قشرونه یې تر خپل امر لاندې راوستي دي. یوه د حیرانتیا خبره دا ده چې په سیاسي علومو کې د مذهبي واکمنۍ اصطلاح د منځنیو پېړیو ښکارندې ته اشاره کوي، هغه څه چې ګواکې د تاریخي دورې په له منځه تللو سره یې له منځه تللي او د تاریخ ارشیف ته سپارل شوي دي. دا چې په ٢١مه پېړۍ کې چې علمونو، تخصصونو او مسلکونو د ژوند په بېلابېلو برخو کې مهم رول پیدا کړی دی، په داسې زمانه کې چې د تخصصي برخو جلا کېدل يو حقيقت ګرځېدلی او په داسې پېر کې چې په نړۍواله کچه دوديز ميکانيزمونه شته، د یوه پاړکي واکمنېدل هغه هم د غیبې نړۍ په ادعا سره یو تریخ طنز چې محصول یې په دې هېواد کې د میلیونونه محرومو او ځپل شویو انسانونو دردونه او کړاوونه دي.
د دې تاریخي- جغرافیایي نږېوالې یوه بله د حیرانتیا وړ خبره دا ده، سره له دې چې د ایران او افغانستان دواړو نظامونه تیوکراتیک دي، یو یې پر سخت شیعه مذهبي تعصب او بل یې پر سخت سني مذهبي تعصب اخته دی او له همدې امله یې هر یو د خپلو وګړو یوه برخه دویمه درجه خلک ګڼي. په ایران کې نه یوازې دا چې د رهبرۍ مقام یا د ولسمشرۍ په څېر تر هغه ټيټ مقام ته د سني رسېدل شوني نه دي، بلکې د وزیر یا والي مقام ته رسېدل هم ناشوني دي او همدا حالت دېخوا ته د شیعه ګانو پر وړاندې روان دی. که سیاسي ناچارۍ نه وي، دا دواړه نظامونه د خپلو مذهبي تعصبونو له امله له یو بل سره تر ټولو زیاته کرکه او دښمني لري او د یوه متعصب شیعه نظام لپاره له متعصب سني نظام سره روغه وروستی غوراوی دی، داسې لکه د یوه متعصب سني نظام لپاره به چې له یوه متعصب شیعه رژیم سره روغه وروستی غوراوی وي.
خو په دواړو خواوو کې سره له دومره اوږدې او رېښه لرونکې رخې چې ایماني او اعتقادي بار لري،، اوس ظاهراً د دواړو ترمنځ دوستانه اړیکې ټينګې دي، په ځانګړې توګه د ایران نظام د افغان طالبانو لپاره غوره الګو ګڼل کیږي. طالبانو خپل امیرالمومنین ته د نامحدود واک په ورکولو کې د ایران د ولایت فقهې نظام په کټ مټ تعقیب کړی او هماغه نسخه کاپي کوي. دغه راز، د افغانستان د دودیز پوځ پر ځای په خپلو عقیدتي سرتېرو د طالبانو تکیه د ملا د تېر په توګه په سپاه پاسداران د ایران د تکیې کاپي ده. په دواړو نظامونو کې مشرتابه ته نږدې او وفادارو کسانو ته د مهمو دولتي پوستونو سپارل هم سره ورته دي. په نورو هېوادونو کې له افراطي ډلو سره د دغو دواړو اړیکې په سیمه ییزو چنو وهلو کې د هغوی د سټراټېژیکو مټو په څېر دي او له نورو هیوادونو د باج اخیستو لپاره د فشار د وسیلې په توګه ترې کار اخلي. داسې بریښي چې د طالبانو رهبري د ایران تجربو ته ډېره پاملرنه کوي او د حکومتولۍ موډل یې د نړۍ د بل هر نظام په پرتله له خپل مزاج سره سم ګڼي او له تجربو یې ګټه اخلي.
له دې سره سره ، د دغو دوو تیوکراټیکو نظامونو ترمنځ توپیرونه شته چې مهم دي. دا توپیرونه د دواړو د مذهبي افکارو له امله نه دي، بلکې د دوو بېلو بیخبناوو له امله دي چې یوه بېلګه یې د ټاکنو په ترسره کېدو کې وینو، داسې چې د ایران حکومت له ټولو لوړو او ژورو سره سره ورته ژمن پاتې دی او د طالبانو رژیم ورته په هېڅ صورت غاړه نږدي. په ایران کې د حکومتولۍ بیخ بنا د مډرنیزم په تحولاتو کې ریښه لري چې له مشروطه دورې د یوه مډرن، ځواب ویونکي او قانون پالونکي حکومت رامنځته کولو لپاره پیل شوي او په دې لاره کې ډیر کسان زندانونو ته ولاړل، ګوندونه جوړ شول او پر دې کار یوه لویه انرژي ولګېده.
تر ټولو مهم هغه اصلاحات وو، چې د پهلوي په دوره کې د یو شمېر ایراني روښانفکرانو په مشوره پلي شول او ویې کړای شول چې د درې ګونو قواوو تفیک عملي کړي، عصري زده کړې پراخې کړي او د هنر کلتور او فکر په برخه کې نور مهم بنسټونه رامنځته کړي . هغه څه چې د اسلامي انقلاب په باد او باران را ونه پرځېدل او له سختیو سره سره یې پایښت وموند. دغو بنسټیزو اصلاحاتو د نظام د سیاسي مشروعیت د اصل په توګه د خلکو مفهوم روښانه کړ او ان د ولایت فقهې نظام چې په اصل کې له خلکو د انکار کولو او متافیزیک نړۍ ته د سیاسي چارې په راجع کولو سره مانا پیدا کوي، ونه کړای شول چې په بشپړه توګه خلک له پامه وغورځوي او ناچاره شو چې دوه ګوني وضعیت ته غاړه کیږدي، له یوې خوا هغه فقهې ولي چې ځان د خدای په مقام کې بولي او خلک خپل خدمتګاران ګڼي او له بلې خوا هغه خلک چې ځانونه د هېواد او نظام اصلي مالکان ګڼي او د مطلق انکار کومه لاره یې نشته.
طالبان په داسې بستر کې را څرګند شوي او واک ته رسیدلي چې داسې بیخ بنا پکې نه وه او هغه کار چې د دې خاورې روڼ اندو وکړ دومره ژور او پراخ نه و، چې د داسې بدلون لامل شي. په افغانستان کې اوس هم دودیز بنسټونه د عصري بنسټونو په پرتله غښتلي دي او له همدې امله د واکونو تفیک په ښه توګه نه دی پلی شوی، د خلکو مفهوم د کلمي په سیاسي مانا سره رامنځته نه شو، رعیت خلک ونه توانیدل چې ښاروندانو ته ارتقا وکړي. طالبان له ټاکنو ډارېږي او د سیاست ډګر ته د خلکو له راتګه وېره لري او دې ته سخت اندېښمن دي چې رعيت خلک یې ځانونونه د حق او صلاحیت لرونکي ښاروندان وګڼي او خپل برخليک په لاس کې واخلي. دا سمه ده چې ډیموکراسي یوازې د ټاکنو له لارې نه رامنځته کیږي او د زورواکانو د استبداد او دیکتاتورۍ د مخنیوي او د دې لپاره چې خلک د خپل برخلیک خاوندان وګرځوي، ګڼو میکانیزمونو ته اړتیا لري، خو ټاکنې په دې برخه کې یوه له خورا روښانه او د اندازه ګیرۍ وړ کړنلارو ده او که نیمګړتیاوې یې لېرې شي او د رایو د روڼتیا لپاره له شته نويو امکاناتو په سمه توګه ګټه واخیستل شي، د ډیموکراسۍ لومړۍ خښته پر ځمکه اېښودل کیږي.
په یوه ټولنه کې د ټاکنو رامنځته کېدل د تاوتریخوالي د خبیثه حلقې د ماتولو، د وژنو له دورې د خلاصون او د واک د سوله ییزې تبادلې لپاره د نوي تړون د پیلولو په مانا دي. دا هغه څه دي چې هره ټولنه د ثبات لپاره ورته اړتیا لري، دا چې لازمه نه وي د واک ترلاسه کولو لپاره وسله پورته شي او د واکمن د لېرې کولو لپاره جګړه وشي. په ډیموکراسۍ کې تر دې چې څنګه کېدای شي څوک واک ته ورسېږي، دا اصل مهم دی چې څنګه کېدای شي، له وینې تویولو او وژنې پرته واکمنان له واکه لېرې کړای شي. د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې د ثبات راز له دې باطلې کړۍ خلاصون دی. ان د ایران رژیم د خلکو له پراخې ناخوښۍ سره سره، د ټاکنو په ترسره کولو سره، تر یوه حده مشروعیت ترلاسه کوي او په ټولنه کې د راټولې شوې غوسې یوه برخه له منځه وړي، تر څو د بدلون لپاره یوه کړکۍ پرانېزي، که څه هم چې ډېره کوچني وي. که یوه ورځ طالبان ټاکنو ته غاړه کیږدي، نو لومړی به له ولس سره د پخلاینې لپاره ګام پورته کړي او له هغې خوا به خلک هم د تفاهم لپاره خپل چمتووالی وښيي، که څه هم مطلوب نظام ته د رسیدو لپاره باید پر اوږده لاره مزل وکړي.