د بشري حقونو دوو سازمانونو راپور ورکړی چې ایران د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په لړ کې لږ تر لږه ۸۳۴ کسان اعدام کړي دي.
په ناروې کې مېشت د ایران د بشري حقونو سازمان او «د اعدام سزا پر وړاندې یوځای» په نوم فرانسوي سازمان سهشنبه د مارچ پر ۵مه په یو ګډ راپور کې ویلي چې دا له ۲۰۱۵ کال راوروسته د اعدامونو تر ټولو لوړه شمېره ده.
د راپور په حواله، کوم کسان چې پروسږکال په دار ځړول شوي، د ۲۰۲۲ زېږدیز کال پرتله ۴۳ سلنه ډېروالی ښيي.
د دغو سازمانونو په خبره، په تېرو دوو لسیزو کې دا دویم وار دی چې ایران په یو کال کې له ۸۰۰ ډېر کسان اعداموي.
ایران د ۲۰۱۵ کال په لړ کې ۹۷۲ کسان اعدام کړي و.
د دغه راپور پر بنسټ، ایراني حکومت د ۲۰۲۴ کال له پېله تر دې دمه، ۸۳ کسان اعدام کړي چې پکې د دوو ښځو په ګډون له ۱۸ کالو کم عمره ۱۸ ماشومان هم دي.
د بشري حقونو دغو بنسټونو ویلي چې د مهسا امیني تر وژلو وروسته، تهران پرلپسې د اعدام سزا په کارونه کې بېره کړې، څو په خبره یې، په ټولنه کې وېره خپره کړي.
په دغه راپور کې راغلي چې د تېرو درېیو کالو په لړ کې ایراني حکومت په ۲۰۲۲ کال کې نهه کسان د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو د برید په تور په دار ځړولي دي.
د یادونې وړ ده چې په پاریس کې مېشت د ایران د بشري حقونو سازمان په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې ایراني حکومت له ۲۰۱۰ کال راوروسته، اووه زره او ۹۱۲ کسان اعدام کړي دي.