۸صبح، تخار: په تخار کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د طالبانو استخباراتو په تالقان ښار کې د دغې ډلې د لومړۍ حوزې امر او د پولیسو د څلورمې حوزې د بلوک قوماندان د «مالي فساد» په تور نیولي او بندیان کړي دي.
سرچینو چهارشنبه د غويي پر ۱۹مه ویلي چې دا کسان پرون نیول شوي دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، په نيول شويو کسانو کې په تالقان ښار کې د طالبانو د لومړۍ امنيتي حوزې امر قاري جانمحمد روحاني او د تخار د امنيې قوماندانۍ د څلورمې حوزې د بلوک قوماندان بایاکه شامل دي.
سرچینو د دغو کسانو د نیولو لامل په تخار کې د قماربازانو له یوه بانډه د ۳۰۰ زره افغانیو اخیستل بللی دی.
تر اوسه په تخار کې د طالبانو استخباراتو او امنیې قوماندانۍ څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې طالب چارواکو تر خپل واک لاندې ادارو کې د فساد ادعاوې رد کړې دي.
څه موده وړاندې د طالبانو استخباراتو د جلالاباد ښاروالۍ شپږ کارکوونکي د «مالي فساد» په تور نیولي و.