د اګست ۱۵مه نیټه د هېواد په تاریخ کې یوه ډېره مهمه نېټه ده. دا دوه کاله کېږي چې د هېواد چارې د طالبانو د تحریک په لاس کې دي.
لازمه ده تر څو د دې دوو سختو کلونو پر تاریخي ځانګړتیاوو رڼا واچول شي.
د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه کله چې زمونږ هېواد او نړۍ د کرونا د وبا په منګولو کې لاس او پښې وهلې، پر افغانستان یوه نوې څپه راغله. د ډېرو ناظرینو د اټکل پر خلاف د طالبانو تحریک د يوې پټې معاملې او جوړ جاړي له لارې سیاسي واک په لاس کې واخیست. دغه اوښت نه یوازی په افغانستان کې د امریکې نظامي او سیاسي شتون څرنګوالی بدل کړ بلکه په ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند کې یی مهم بدلونونه راوستل چې د کره کتنې او با جرئته ارزونې ارزښت لري.
دا چی تېر رژیم څه ډول رژیم و او د کومو ځانګړتیاوو خاوند وو زمونږ ګران هېوادوال پوره خبر دي. دا چې دغه رژیم په کوم ډول د افغانستان پر خلکو وتپل شو هم ټول خبر دي، خو د دغې لیکنې موخه د ۲۰۲۱م کال د اګست د ۱۵مې نېټې څخه بیا تر ننه د افغانستان د واک او حکومت کولو یوه لنډه ارزونه ده.
تر هر څه د مخه باید د هغو خلکو خبرې یو وار بیا تکرار شي چې د دې نوي رژیم د برکته د سولې، د سفر د ازادي او د معاملاتو د امنیت په باب یې کوي. ما ته یوه دوست ولیکل چې اوس په اسانه کولای شي خپل کلي ته ولاړ شي، هغه ځای ته چې دا څلوېښت کاله نه وو تللي.
په داسې شېبو کې چې د هېواد روښان فکره او په کلي پسې خفه هېوادوال د کلي د لیدلو په خوند نه مړېږي د هېواد د حکومتولۍ، مدني نظام، پوهنیز چاپېریال او اداري بیروکراسي جنازه د کابل او نورو ښارونو په کوڅو کی روانه ده.
د دې جنازې د انځور د کښلو لپاره لازمه ده څو مهم شاخصونه بیان شي.
۱. قضايي سیسټم او نظام:
طالبانو په خپل راتګ سره د هېواد قضایي سیسټم چی د سلو کلونو څخه زیات عمر یی درلود او د ټول فساد او ناغېړيو سره سره یې د مدعي او مدعي الیه یو حقوقی چوکاټ جوړ کړی وو له مېنځه یووړ. اوس افغانستان څارنوالي، ستره محکمه، د حقوق پوهانو ټولنه، د مدافع وکیلانو نظام، او په قانون پییلی د قضا نظام نه لري. دغه ټول صلاحیتونه اوس د طالب مفتی په لاس کې دي چې کولای شي د شریعت د نه لیکل شوو احکامو په رڼا کې د قضاوت څټک پر مېز ووهي. د مثال په توګه که یو چا په کابل او بدخشان کې عین جرم کړی وي نو د کابل مفتي به هغه ته یو کال حبس ور واوروي خو د بدخشان مفتي به درې کاله حبس ور واوروي. په دې نظام کې طالب مجاهد هم څارنوال دی، هم پولیس دی او هم د جزا مجري. هو، په دې بې نظامه قضایي نظام کې تر اوسه لوی فساد نه شته خو په هر قدم کې د انساني قوانینو او حقوقو تر پښو لاندې کول تر سترګو کېږی. هر طالب کولای شي د خلکو پر کورونو چاپه واچوي او خلک بندیان کړي، ځینو ځوانانو په دې کار کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ځینې بیا په میاشتو میاشتو د طالب جان په بند کې پراته وي ځکه د طالب جان مفتي کوېټې ته د خپل کور لیدلو ته تللی دی. د طالبانو قضایي نظام یو فرضي، پر روایتونو ولاړ او د احساساتو او انډیوالیو ډک عدالت دی. دلته قانون، د قانون مواد، د مدعي او مدعي الیه د صلاحیتونو او جرمونو د ټاکنې حدود او چوکاټونه نه شته. د يوې ورته ګناه لپاره په ۳۴ ولایتونو کی ۳۴ شکله جزاوې موجودې دي. د حقوقي او قضايي پلوه طالبانو د افغانستان د سلو کلونو نظام ړنګ کړ خو پر ځای یې بل څه وړاندې نه کړل.
۲. پوهنیز نظام:
په دې تېرو دوو کلونو کی د نړۍ فکر او توجه د ښځو په وړاندی د جنسیتی اپارتاید او تبعیض ته اوښتی و. رښتیا هم چې د ښځو په وړاندی طالبانو ډېر ظلم او ناروا وکړه چی د هغه بیه به راتلونکي نسلونه پرې کوي. خو یوه خبره اوس جوته کېږي چې د طالبانو د امارت له پیله ښوونه او روزنه په عمومي توګه د ورکېدو په حال کی ده. د پوهنتون، لېسو او تخنیکونو په وړاندې د طالبانو او ملایانو یوه بربنډه دښمني تر سترګو کېږی. دوی په میتودیکه توګه مذهبی مدرسو ته د لېسو، نندارتونونو، پوهنتونونو او نورو تعليمي مرکزونو بدلول پیل کړي دي. د کره معلوماتو له مخی په معتبره پوهنتونو لکه د کابل، ننګرهار، هرات، بلخ او خوست پوهنتونونو کې د علمي څېړنو، تخنیکي لارښوونو او سیمینارونو له کمبله د ټولېدلو په حال کی ده. د هېواد څه د پاسه ۵۰٪ کدري استادان یا د هېواده تللي دي او یا هم د تګ په حال کې دي. ځینې مشران او با تجربه استادان چې د دې حالت د لیدلو توان نه لري تقاعد ته وتلي دي. په پوهنتونونو کې د دیني مدارسو او طالب ماشیني استادانو تولید مخ په زیاتېدو دی. په یوه پوهنتون کې یوه استاد په صنف کی دا بیا بیا تکراروله چې ځمکه د اور، اوبو، هوا او خاوری څخه جوړه ده. ډېر ژر به د هېواد د کار په بازرا کې تر هغه ډېر طالبان او دیني کارکونکي تولید شي چی هېواد اړتیا ورته لري. بیا به طالبان مجبور شي چې نوي دیني فارغین په انجنیرۍ، طبي او زراعتي برخو کې په کار وګوماري او یا یې بهر ته د دیني تبلیغ، جهاد او یا بل کاروبار لپاره واستوي. دا لومړی ځل دی چې د تنظیمي مجاهدینو د واک څخه وروسته د هېواد پوهنتونونه د تېرې تم کېدو خواته روان دی.
۳. د هېواد اقتصادي نظام
د ۲۰۲۱م کال څخه را پدې خوا د طالبانو حکومت نه دي ویلي چې د افغانستان کلنی عواید څومره دی او دغه عواید چېرته لګېږي. له بلې خوا د نړۍوال بانک او د نورو نړۍوالو مالي ادارو د راپورونو له مخه په ۲۰۲۲م کال کی د وګړو په سر د افغانستان ناخالص عواید څه د پاسه ۲۲٪ را ښکته شوی دی. په داسې حال کې چې د هېواد خلک د غربت او خوارۍ شپې او ورځې تېروي د طالبانو حکومت د اقتصادي پرمختګ او د عوایدو د ډېروالي خبرې کوي. پوښتنه را پیدا کېږي چې دا اضافي عواید چېرته ځي؟ د تدارکاتو نظام چې هسې هم د مفسدو کړیو په لاس کې و په پوره توګه د طالبانو په کاروبار بدل شوی دی. د فساد د تعریف څخه داسې ښکاري چې د اوسني حکومت د قراردادونو د ورکړې څرنګوالی د تېر حکومت څخه ډېر توپیر نه لري. د هېواد د اقتصادي ودې او د عوایدو د راټولولو هر هغه نظم او پالیسي چې موجوده وه هغه په شفاهي امرونو او واتس اپ حکمونو بدل شوی دی. د طالبانو اداره په ډېرو معاملو کی د بانکي سيستمونو څخه ګټه اخیستنه بنده کړې ده او پر ځای یې د حوالی د انالوګ (analogue) میتود څخه کار اخلي. داسې چې دولتي عواید لکه تعرفي، ګمرکي عواید، د کوچنیو دکاندارانو مالیه او د ښاروالي عواید د دې پر ځای چې د دولت د عوایدو خزانې ته ور واوړي هغه د چارواکو په امر د حوالو او وټو کاروباریانو ته لېږدول کېږي تر څو وروسته د عسکري قطعاتو او دولتي ادارو د لګښت پرې کړي. په دې لړ کې ډېر دولتي عواید ورکېږي چې حساب یې یوازې د اسعارو تاجر ته ښکاره وي. تېر نظام فاسد و او د مالي او اداري سيستم په شتون کی د خلکو حقوق خوړل کېدل. خو دا هیله موجوده وه چې که مفسدین ورک شي او یا یوه با مسؤولیته اداره را مېنځ ته شی نو د شته قوانینو او مقررو څخه به ښه ګټه واخیستل شي. له بله پلوه حتی د غلا شوو عوایدو او منابعو حساب ممکن وو. اوس نه هغه قوانین شته او نه هم د پلټنې او نظارت یو میکانیزم.
د اقتصادي نظام د ورانېدو بله بېلګه د کانونو استخراج، رویالتی(Royalty) او د کانونو د ایستلو لپاره بېړه ده. د طالبانو د رژیم د راتګ سره کانونه د هېواد ډېر مهم اقتصادي بنسټ وګرځېدل او څرنګه چی دوی وړاندې هم د کانونو په استخراج پوهېدل نو یې دې کار ته زور ورکړ . طالبانو د ډاکتر اشرف غنی په وخت کې هم ځینې مهم کانونه لکه د سکرو، سپکو تيږو او کوچنیو کانونو باندې چاپې واچولې. د ځینو ناتایید شویو معلوماتو له مخی د طالبانو د ځینو مشرانو وروڼه، تربرونه او اخښیان د دولتی امکاناتو او صلاحیتونو څخه په ګټې اخیستنې سره د کانونو کاروبار پیل کړی دی.
د قوش تېپې د کانال د جوړولو بېړنۍ چارې روانې دي او د منځنۍ اسیا هېوادونه دې مسلې ته ډېر حساس دي. د کلدار ولسوالي او د بلخ ختیځه ساحه ټوله تږې ځمکه ده چې د ابو په راتګ سره به ډېرې اوبه جذب کړي. د کانال د جوړولو یو مهم تخنیک د هایدرولوژیک واتر تایتنس (Watertightness) دی چې د هغه په نتیجه کې اوبه د کانال نه په غیر بلې خواته نه جزبېږی. دغه عملیه ډېره ګرانه او په تخنیکي لحاظ ډېره مغلقه ده. دغه کار په قوش تېپې کې نه دی شوی. د ازبکستان او ترکمنستان دولتونه د دې په انتظار دي چې څه وخت د دې کانال په وړاندی خپله تربګلوي پیل کړي. دوی اوس هم د جزا ورکولو وسایل په لاس کې لري. لیرې به نه وي چې برق بند کړي او یا هم د ترانزیټ مخه ونیسي. د اوبو مدیریت منطقوي اجماع ته ضرورت لري، هغه څه چې افغانستان یې په باب پوره او هوښیاره پالیسي تر اوسه نه ده کارولې. د هېواد د ملي منابعو استخراج او ګټه اخیستنه باید د یوه عادلانه میکانیزم د دولتي اصولو او پالیسیو پر بنسټ تر سره شي. د طالبانو حکومت تر اوسه په هېڅ برخه کې کومه پالیسي، طرزالعمل او یا قانون نه دی توشيح کړی. داسې ښکاري چې که د قوش تېپې کانال جوړ هم شي د دې کانال څخه سالمه، عادلانه او غوره ګټه اخیستنه به د طالبانو په توان کې نه وي.
۴. ټول ګډونه نظام
که څه هم چې د نظام د محدود بنسټ په باب ډېرې خبرې شوې دي او د طالب په نظام کې د نورو قومونو د غوره استازو د نه شتون په باب ډېرې ليکنې تر سره شوې دي خو دلته هم لازمه لیدل کېږي چې پر دې مسلې لږ غور وشي.
د ټول ګډونه حکومت معنی د دې لیکوال په اند دغه دي.
– د سیاسي نظام شتون (تقنیني، اجراییوي او قضایي څانګې)
په ټولنې کې د سیاسي ګوندونو او ټولنو شتون او د دوی خبرو ته غوږ نیول.
د نظام په مشرتابه کې د مختلفو قومونو د غوره استازو شتون او د دوی سره د پرېکړو د صلاحیتونو موجودیت.
په نظام او ټولنې کې د ښځو پوره موجودیت او په دولتي چارو کې د هغوی فعاله ګډون.
په ټولنه کې د هنر او ثقافت فزیکي او معنوی شتون او د دولت له خوا د هغوی هڅونه.
ټول ګډونه حکومت په هېڅ ډول په دولت او نظام کې د تنظیمي مفسدو ګډون نه دی. ټول ګډونه د مختلفو دولتي، سیاسي، ټولنیزو او مدني ټولنو ګډون د نظام په ژوند کې دی. د قضا، تقنیني او ټولنیزو سازمانونو شتون د ټول ګډون توب یوه بېلګه ده. که طالبان د قوانینو د جوړولو اداره او یا میکانیزم نه لری، او یا په هېواد کې ټولنیزو سازمانونو ته د کار او فعالیت اجازه نه شته دا ټول د ټول ګډون توب خلاف پالیسي ده.
طالبان د جمهوریت په پرتله ډېر فعاله او هجومي بهرنۍ پالیسي لري. د دوی ویاندویان او ډیپلوماتیک کدرونه د جمهوریت د کدرونو په پرتله فعاله او بې باکه دي. خو له دې سره سره دوی ونه شوای کړای ځان د نړۍ د سیاسی تجرید څخه وژغوري. حتی امریکه چې په پټه د دوی تمویل کوونکی او ملګری ده په علني توګه د ټولې نړۍ مخې ته نه شي درېدلی. د امریکې لپاره د اروپایي اتحادیې اصول او ستندردونه ډېر مهم دي او دوی نه غواړي د طالبانو په سر د خپلو زړو ملګرو سره په لانجه واوړي. د طالبانو دیپلوماتیکه ناکامي ښیي چې د دوی رژیم نور د نوي عصر د غوښتنو رژیم نه دی. یا به په ځانونو کې بدلون راولی او یا به بیا هېواد د بلې جګړې په تنور بدلوي. تر اوسه په دې دوو کلونو کې د طالبانو د ویناوالو د اشتهاري خبرو سره سره هېڅ داسې هڅه نه ده شوې تر څو په کور د ننه د خپل رژیم د مشروعیت لپاره لاره پرانیزي. د ډېرو طالب چارواکو په نظر د دوی مشروعیت د امریکې او ملګرو هېوادونو له خوا په رسمیت پېژندنې سره مینځ ته راځي. دا هغه سایکالوژی (Psychology) ده چی د تېرو شلو کلونو رژیمونو د ځانه سره درلودله. یعنی د دوی لپاره مشروعیت نه خلکو ته مراجعه بلکه امریکې او نورور سترو هېوادونو ته مراجعه وه.
دغه او نور دلیلونه موږ ته یو حقیقت را په ګوته کوي چې طالبان به ونه شی کړای د اوسنۍ پالیسۍ او کړو وړو سره په هېواد کې د سوله ييز مدني ژوند او کار زمینه مساعده کړي او افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ صراط المستقیم ته رهنمايي کړي. د دوی د بقا تر ټولو عمده شاخص د تئوکراتیک (Theocratic) نظام تداوم، د ښځو پر حقوق تېری کول، د روښان فکرو ترټل او افغانستان د پوهانو او متخصصينو څخه خالي کول دي تر څو په اسانۍ پرخوارو خلکو حکومت وکړي.
د طالبانو څپه د مدیرنیتي (Modernity) ، ټولنیز پرمختګ او سوکاله ژوند د رغولو لپاره بې شکه چې یو لوی په شا تګ دی. خو که د نړی د سترو هېوادونو د پرمختګ بهیر ته ځير شو نو لیدلای شو چی دغه راز په شاتګونه هم په اروپا او هم په اسیا کې شوي دي. د نړۍ خلک او په تېره بیا اسلامي نړۍ د پرمختګ، تکنالوژۍ، عصري علومو او ورځني ژوند د ښه کولو پرته بله لاره نه لری. مخکی تر دې چی مونږ د هغې بلې دنیا د ښېګڼو په باب فکر او هیله څرګنده کړو لازمه ده تر څو د دې دنیا د ښېګڼو او ښکلاوو د لیدلو ارزښت تر لاسه کړو. د دې لپاره د ژوند سره مینه، د انسان او طبیعت سره یارانه او د ټولنیز انساني عدالت لپاره کار کول کولای شی مونږ د انقطاب او دښمنۍ څخه دوستي او ملګرتوب ته ولېږدوي.
په دې کې شک نه شته چې ځینې طالبان د وطن ابادي او سوکالي غواړي. خو ابادي او سوکالي د طالبانو او خاموش اکثریت خلکو لپاره بیل بیل مفهومونه جوړوي. یوازې کلي ته تلل او بېرته ژوندي راگرځېدل د سوکاله او با کیفیته ژوند معنی نه لري.
یو څه چې اوس بربنډه او روښانه دي هغه داده چې د امریکې په پلوي د مفسدینو او خرڅ شویو تنظیمي مجاهدینو د ورکېدلو په وړاندې د افغانستان خلکو ډېره ستره بیه پرې کړې ده.