۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو سرمنشي په کابل او مزارشریف کې وروستي بریدونه وغندل.
د دغه سازمان په ویناپاڼه کې چې جمعه د غبرګولي پر ۶ خپره شوه راغلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواشیني څرګندوي او ټپیانو ته د شفا غوښتنه کوي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استفان دوجاریک وايي، د جوماتونو په څېر پر ملکیانو او عامه ځایونو بریدونه، د بشردوستانه نړیوالو قوانینو خلاف کړنه ده.
د یاد سازمان سرمنشي د جګړې له ټولو خواوو غوښتي، چې د ملکیانو خوندیتوب ته پام وکړي او د قومي او مذهبي لږکیو او همدارنګه د دوی د مذهب او بیان د ازادۍ حق تضمین کړي.
د یادونې وړ ده، چې تېره چهارشنبه په کابل کې پر یوه جومات او مزارشریف کې پر مسافر وړونکو موټرو درې پرله پسې چاودنې وشوې، چې له کبله یې ۱۶ کسان مړه او شاوخوا ۳۷ نور ټپيان شول.
دا بریدونه له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شول.