۸صبح، کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د طالبانو له لوري پر مېرمنو د نویو محدویتونو له کبله اندېښنه ښوولې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ چهارشنبه د غويي پر ۲۱ په یو ټویټ کې ویلي، چې افغان مېرمنې او نجونې د تګ راتګ ازادۍ، کار او زدهکړو ته د لاسرسي له محدودیتونو سره مخ دي.
دې کمېشنرۍ ویلي: «د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره باید د هغوی [مېرمنو] حقونو ته درناوی وشي.»
دا غبرګونونه د حجاب په تړاو د طالبانو تر وروستۍ پرېکړې وروسته زور اخیستی دی.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت بیا د مېرمنو د حجاب په تړاو ویلي، چې ټولې افغاني جامې او د نورو اسلامي هېوادونو حجاب د منلو دی.