۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) ویلي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته ۱.۴ میلیونه نجونې د زدهکړو له حقه بېبرخې دي.
یونیسکو پنجشنبه د وري پر ۲مه په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي چې پرون د تعلیمي کال لومړی ورځ وه او په افغانستان کې د زدهکوونکو لپاره یوه هیله وه چې وکړای شي درسي ټولګیو ته راستنې شي او د پرمختګ پر لور پل کېږدي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې له زدهکړو د نجونو بېبرخې کول به د هغوی پر روح ناوړه اغېز وکړي او د پرمختګ مخه یې نیسي.
نږدې درې کاله کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته زدهکوونکې نجونې له زدهکړو محرومې دي.
پرون د طالبانو پوهنې وزارت ۱۴۰۳ تعلیمي کال د نجونو له حضور پرته پېل کړ.
د بښنې نړیوال سازمان په هېواد کې د نجونو ښوونځيو د تړلو په اړه د طالبانو پلمې «بېځایه» بللې دي.