په دې وروستیو ورځو کې مدرسو او دارالعلومونو ته د نجونو ورتګ غوړېدلی دی. ډلې ډلې له ښوونځيو راګرځول شوې نجونې د ښوونځي له سپینو پوړنو او تورو چپنو یا تورو ټيکریو سره دارالعلومونو ته د نوملیکنې یا زدهکړو لپاره روانې دي. د دې یو اړخ د دارالعلومونو او مدرسو ډېرېدل او دغو بنسټونو ته د طالبانو ځانګړې پاملرنې ته ورګرځي او بل اړخ یې بیا د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو تړلو پورې تړاو لري. د طالباني کړنلارې له مخې د نجونو پرمخ دا پرانېستې دروازې بیا د نجونو لپاره د کور له څلورو دیوالونو د خلاصون او لیدو کتو پر ځایونو اوښتې دي. په بغلان کې یو دارالعلوم چې تر پروسږکال یې چا نوم نه پېژنده او ښوونکي او ډېری زدهکوونکي یې نارینه و، نن یې د نجونو لپاره ځانګړې څانګه پرانېستې ده، ښځينه استادانې یې ګومارلې دي او هره ورځ له ښوونځي څخه د راګرځول شویو نجونو نوملیکنه کوي. د دا ډول دارالعلومونو زیاتېدو ته د طالبانو ځانګړی پام او ټينګار له شک پرته د فکري مړاویتوب، د نیوکګر تفکر ورکېدو، مذهبي تعصب، له وړتیا پرته پوړ رامنځته کېدل، مذهبي توندلاریتوب او د ټولنې په زړه کې د دې ډلې د ایډیالوژیکي بنسټونو پخېدو لامل کېدای شي. بل پلوه، یو شمېر کسان باوري دي چې دا چاره نجونو ته په اوږدمهال کې رواني زیانونه اړوي.
د تېر په څېر اوس هم دارالعلومونه د پوهنې وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي. د دغو دارالعلومونو په تعلیمي نصاب کې د ښوونځي (له ۱۳۹۸ کال وړاندې نصاب) او دیني کتابونه شامل دي. په دغو دارالعلومونو/دارالحفاظونو کې د جغرافیې، تاریخ، پښتو، فارسي او انګلیسي ژبو او ریاضي مضمونونو تدریس کېږي. هغه کتابونه چې په دغو دارالعلومونو کې زدهکوونکو ته ورښودل کېږي، د ښوونځيو پخوانی نصاب دی، نه نوی. ډېر کتابونه یې بیا دیني دي. دیني کتابونه بیا د هر ټولګي لپاره بېل دي چې پکې صرف، نحو، احکام، حدیث او … راځي. په دارالحفاظونو کې تعلیمي نصاب د جمهوریت پر مهال او تر پروسږکال همداسې و؛ خو تازه یې په بنسټ کې پراخ بدلونونه راغلي چې ځينې یې تعلیمي نصاب ته ورګرځي او نور یې ښوونکو، سرښوونکو، زدهکوونکو او د دارالحفاظ ودانۍ پورې تړاو لري.
هغه مهال چې ښوونځي پرانیستی و او نجونو ورته د تګ حق درلود، دارالعلومونو/دارالحفاظونو ته د خلکو پام کم و او کوم چې هلته یې زدهکړې کولای، دوامداره نه تلل او ډېره غېرحاضري یې لرله. د نارینهوو په برخه کې یې فعالیت ښه و؛ خو د ښځينهوو برخه یې پیکه وه. زدهکوونکي به یوازې د ازموینو پر ورځ تلل. د ازموینې پوښتنې به هم اسانه او لومړنۍ وې. نه به ښوونکو چندان پام کاوه او نه هم زدهکوونکو. د دارالعلومونو ډېری ښوونکي نارینه و. مدیران او سرښوونکي یې نارینه و او نجونو ته به هم نارینه ښوونکو درس ورکاوه.
وجیهه (مستعار نوم) چې څو کاله وړاندې له یو دارالعلوم فارغه شوې ده، د هغه چاپېرال په اړه داسې وايي: «زه په اوونۍ کې دوه یا درې ورځې دارالحفاظ ته تللم. دارالحفاظ موږ ته د زدهکړو لپاره څه نه لرل. د غیردیني مضمونونو یوازې نوم و او موږ ته یې څه نه راښودل. د لسم او یوولسم ټولګیو ډېرو زدهکوونکو یې ان د ویلو او لیکلو سواد نه لاره. دیني مضمونونو ته پام ډېر و؛ خو په سمه توګه نه تدریسېدل. ځکه حاضرۍ ته پام نه و او ښوونکي هم نجونو ته د زدهکړو لېواله نه و. نجونې په ډېرو برخو کې نه پوهېدلې؛ ځکه له لومړي سره سمه زدهکړه نه ورکول کېده. د ازموینې په ورځ به استادانو هڅه کوله ساده او لومړنۍ پوښتنې راولي، څو زدهکوونکي بریالي شي.»
پروسږکال ډېرې نجونې چې وړاندې د ښوونځيو زدهکوونکې وې، دارالحفاظونو ته لاړې. ورو ورو د دغو نجونو شمېر ډېر شو. نجونو او هلکانو په یوې ودانې کې زدهکړې کولای او بل پلوه له زدهکوونکو نجونو پرته د دارالحفاظ کارکوونکي نارینه و. دې چارې بیا د طالبانو هغه قوانین چې په ګډ چاپېریال کې د هلکانو او نجونو زدهکړې نه مني، تر پښو لاندې کول. دا بهیر تر پروسږکال پورې همداسې روان و. تر دې چې کلنۍ ازموینې ته نږدې په دارالحفاظونو کې ښځینه ښوونکې وګومارل شوې او له دغه بهیر وروسته د ښوونکو جلب او جذب پېل شو او ازموینه ترې واخیستل شوه. اټکل کېده چې ښايي همدمره شمېر ښوونکي به بسنه وکړي؛ خو د نوي ښوونیز کال له پېل سره ډله ډله نجونې پر دارالحفاظونو ورماتې شوې او د نورو استادانو اړتیا یې ډېره کړه او ترڅنګ یې، د ښځينهوو برخې د ملاتړ لپاره د طالبانو له غوښتنې سره سم باید ښځينه مدیره او سرښوونکې وګومارل شي او بېل ښځينه چاپېریال رامنځته شي.
په دارالحفاظ کې نجونې د یوې ځانګړې کړنلارې له مخې نوملیکنه کولای شي چې د نجونو د حجاب څرنګوالی او عمر پکې راځي. هغه نجونې چې دغو دارالحفاظونو/دارالعلومونو ته د زدهکړو لپاره ځي، باید پوره پټې او حجاب ولري. بل پلوه، یو شمېر نجونې چې درې کاله کېږي له ښوونځيو پاتې دي او اوس غواړي دارالحفاظ کې نوملیکنه وکړي، عمر یې له ۱۸ کلونو پورته دی چې نه شي کولای، نوملیکنه وکړي؛ خو همدا شمېر نجونې تېاري دي په خپلو پېژندپاڼو کې عمرونه اصلاح یا ان تقلبي تذکرې جوړې کړي، څو په دارالحفاظ کې ومنل شي.
اسما چې تازه یې د یو دارالحفاظ په یوولسم ټولګي کې زدهکړې پېل کړې دي، وايي: «ما او خور مې غوښتل په دارالحفاظ کې نوملیکنه وکړو. خور مې چې له ما مشره ده، ونه منل شوه. هغه ۲۰ کلنه ده او زه ۱۸ کلنه. یو دوه نورې نجونې چې همزولې یې وې، خور ته مې وویل چې نوې تذکره واخلي یا خپل عمر اصلاح کړي چې خور مې ونه منل.»
دا چې ولې نجونې دارالحفاظونو ته له دغو سختو کړنلارو سربېره هم ورځي، لاملونه یې ډېر دي. دمګړۍ د نجونو پر وړاندې د ښوونځي، پوهنتون او ښوونیزو مرکزونو دروازې بندې دي او یوازې هغه ځای ته چې نجونې کولای شي او د تګ حق ورته لري، هغه مدرسې، دارالعلومونه یا هغه ځایونه دي چې دیني زدهکړې پکې کېږي. مدرسې او دارالعلومونه هغه ځایونه دي چې دیني علوم پکې تدریس کېږي. له همدې کبله نجونې د بېکارۍ او ستړیا پر ځای دا ځایونه غوره کوي.
د افسانې په نوم یوې نجلۍ چې ښوونځی یې د کال په پای کې د یوې ورځې ازموینې په ورکولو ختم کړی او تازه یې یو دارالعلوم کې زدهکړې پېل کړې دي، وايي: «د تللو لپاره بل ځای نه شته. زه له مجبورۍ دارالحفاظ ته ځم څو په کور کې له خپګانه ونه مرم. هلته لږ تر لږه نجونې شته چې ویې وینم او خواله وکړم. زدهکړې هم تر ډېره دیني دي. ښوونکي هم ښځې دي. زه هم هڅه کوم ځان پر زدهکړو بوخته کړم.» افسانې هیله لرله په پوهنتون کې د ژورنالیزم پوهنځی ولولي. اوس له مجبورۍ او له دې وېرې چې هسې نه په ژور خپګان اخته شي او پر کومې ناوړې کړنې لاس پورې نه کړي، دارالعلوم ته ځي. دارالعلوم ته تګ، داسې ځای ته چې د طالبانو تر څار لاندې ښوونیز مواد ورته چمتو کېږي او د زدهکوونکو چلن تر میکروسکوپ لاندې وي، ویجاړونکې پاېلې لرلی شي.
دیني څېړونکی محمد محق په دې اړه چې د افغانستان په څېر په یوې دیني ټولنه کې په اوسني وضعیت کې دیني زدهکړو ته څومره اړتیا ده، په دې اند دی چې یوه ټولنه د ټولنیز ژوندانه د چارو د سمون او لومړیتوب لپاره ګڼو او بېلابېلو څانګو ته اړتیا لري او د څانګو لومړیتوبونه باید (دیني یا غیردیني) د ټولنې اړتیاوو او په ټولنیز ژوند باندې یې د اغیزو پر بنسټ ولاړ وي. دغه راز نوموړی دیني زدهکړې او د زدهکولو اړتیا یې له دوو عقلي او نقلي اړخونو ارزوي او وايي: بنسټیز دیني مالومات، د ایمان اصول، عبادات او حلالو او حرامو احکام چې پر هر دینداره انسان فرض عین دي، په کور کې د مور او پلار یا په جومات کې د ملا امام او په ښوونځي کې د دیني ښوونکي له خوا درس ورکول کېږي او کولای شي هر څوک یې په څو ورځو کې زده کړي؛ خو فقه، تفسیر، حدیث، فقهي اصول، کلام او داسې نور چې تخصصي دي د نورو تخصصونو لکه طب، انجینرۍ، کرنۍ، سوداګرۍ او د هغو مهارتونو زدهکړه چې ټولنه اړتیا ورته لري، د سني فقهاو له نظره کفایي فرض ده. له همدې کبله د دغو تخصصونو او غیردیني تخصصونو ترمنځ توپير نه شته. نوموړی زیاتوي: «دا چې یوه ټولنه د خپل ټولنیز ژوند د سمون لپاره هرې څانګې ته څومره اړتیا لري او څومره کسان دا اړتیا پوره کولای شي، یوه عقلاني خبره ده او کولای شو د متعارفې انساني پوهې له مخې یې تشخیص کړو. که موضوع ته یوازې له نقلي اړخه ونه ګورو او له عقلاني پلوه یې وارزو، په ننۍ نړۍ کې د فقې او دیني علومو پرتله د حقوقو، سیاسي علومو، اقتصاد، وګړو پېژندنې او ترڅنګ یې د طبیعي علومو لکه فزیک، بیولوژي او نورو تخصصونونو کې د پوهې اړتیا خورا اړینه ده. یانې د دې څانګو د کارپوهانو کمی به ټولنې ته خورا لوی زیان واړوي او ټولنیز ژوند به د ناروین پر لور رهي کړي، په داسې حال کې چې د فقې، حدیث او تفسیر برخو کارپوهانو له کمي سره دا ډول پېښه نه کېږي. دې ته په کتو، د بېلابېلو برخو څانګو د لومړیتوبونو نوملړ باید د ټولنې د اړتیا او پر ټولنیز ژوندانه یې د اغېزو له مخې ترتیب شي.»
پر دې سربېره، ښاغلی محق په طالباني بڼه دیني زدهکړې بېګټې او د افغاني ټولنې په زیان بللې دي. د نوموړي په باور، هغه دیني زدهکړې چې طالبان یې د تبلیغ او تعلیم هڅه کوي، نه یوازې د ازاد فکر او انتقادي تفکر د ځپلو لامل کېږي؛ بلکې په خبره یې، دا چاره ټولنې ته ډېر زیانونه هم اړولی شي. د نوموړي په اند: «د زیان یوه برخه یې دا ده چې ټولنې ته له وړتیا پرته یو بېکاره پوړ روزي چې هېڅ ګټه نه لري او د ټولنې پر اوږو بار دي او د دا ډول پوړ شتون بیا د ټولنې د وروسته پاتېوالي لامل کېږي. د دا ډول ښوونې بل زیان بیا د توکمیزو او مذهبي تعصباتو د روحیې پياوړي کول دي چې د یو هېواد د اوسېدونکو ترمنځ د کرکې، بدبیني، ټولنیزو او توکمیزو شخړو د زیاتېدو لامل کېږي او له همدې امله دا د اسلام له اخلاقي ارزښتونو او د افغانستان د ملي ګټو خلاف چاره ده.»
د ښځو حقونو فعاله او روانپوهه بټول حېدري بیا دارالعلومونو ته د نجونو تګ په یو ډول کاذب احساس پورې تړلی بولي چې په وینا یې، په لنډمهال کې نجونو ته هیله وربښي؛ خو په اوږدمهال کې د نجونو رواني روغتیا ته ناوړې پاېلې لرلی شي. هغې په دې تړاو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «د نجونو تګ له دې امله چې له کوره ورته د وتلو یوه پلمه ده، ښايي له ظاهري اړخه ښه ښکاره شي. دا چاره ښايي په لنډمهال کې ځينو کورنیو او ان د نجونو د رضایت لامل شي؛ خو په اوږدمهال کې بېشمېره رواني اغېزې لرلی شي او د نجونو روغتیا له ګواښ سره مخامخوي.» هغه باوري ده چې د دارالعلومونو چاپېریال او ځانګړي مقررات، له هغو ځانګړنو لرې دي چې په دې عمر کې نجونې ورته اړتیا لري. پيغلوټې نجونې داسې چاپېریال ته اړتیا لري چې وکړای شي په بېلابېلو برخو کې خپلې وړتیاوې څرګندې او تجربې ترلاسه کړي. نوموړې وايي: «کله چې نجونې وانګېري چې نه شي کولای ازادۍ او خپلواکې وي، پر خپلو هیلو پښه ږدي او خپلې کړنې له هغه څه سره برابروي چې په دارالعلوم کې دي، پایله یې ناهیلۍ او مایوسۍ ده؛ ځکه نجونې دغو ټولګیو ته په شوق او ذوق نه ځي چې ښايي نجونې په راتلونکې کې له شخصیتي او ټولنیز اړخه له ستونزو او تعارض سره مخې کړي.»
د رسنیو او ترهګرۍ مطالعاتو څېړونکی ابومسلم خراساني بیا په نړۍ کې دیني مدرسې او دارالعلومونه د اورپکۍ لپاره د بشري سرچینو اصلي برابرونکي ګڼي او وايي چې د ترهګرو ډلو ډېری مشران او جنګیالي له دیني مدرسو فارغ شوي دي. د نوموړي په باور، په دیني دارالعلومونو او مدرسو کې د نجونو حضور له څو اړخونو ناورین او ګواښ رامنځته کولای شي: «لومړی دا چې دا امکان شته چې ترهګرې ډلې د ښځو له منځه سربازګیري وکړي. تر اوسه په ترهګرو ډلو کې د نارینهوو پرتله ښځې کمې دي، شونې ده چې د نجونو لپاره د ښوونیزو مدرسو د جوړولو او پراختیا له لارې طالبان په دغو روزنیزو مرکزونو کې روزل شوی ځواک استخدام کړي. دویمه خبره، بیا د مذهبي توندلاریتوب ده چې پخوا کلونو کې په دې بنسټونو کې وه او وده یې کړې. په داسې بنسټونو کې د نجونو حضور سره ښايي د دین په تړاو د افغانانو دودیز لیدلوری بدل او په کورنیو کې توندلاریتوب زیات کړي. که څه هم دا چاره په دې وروستیو کې ډېره شوې؛ خو هغه بهیر چې طالبانو پېل کړی، ښايي چټک او ستونزه تر دې هم پېچلې کړي. درېیم ټکی بیا دا دی چې دیني مدرسې داسې کسان روزي چې پوهه یې د نن سبا ټولنې لپاره ګټوره نه برېښي او له بله اړخه بیا د خصوصي او ټولنیز ژوند په اړه لږ مهارتونه ترلاسه کوي. څلورم، طالبانو دارالعلومونه او مدرسې د بدیل په توګه وړاندې کړې دي چې افغانې نجونې دغو ځایونو له ورتګ پرته بله چاره ونه لري.»
طالبانو داسې مهال مذهبي مدرسو او دارالعلومونو جوړولو ته مخه کړې چې په افغانستان کې نیوکګر فکر زندۍ شوی دی. افغانان چې دین او دیني بنسټونو مقدس بولي، په دغو بنسټونو کې هغه څه چې تدریس کېږي، ترې د خبرېدو اړتیا نه ویني او په دا ډول ښوونځيو او مدرسو د نقد او اروزنې لاره چاره هم نه شته او نه شي کولای پوښتنه وکړي. اوسمهال هغه څه چې اړین دي، افغانان باید دې ته پام وکړي او هغه څه چې اولادونه ته یې ښودل کېږي، ځانونه ترې خبر او پوه کړي؛ که نه نو ښايي په راتلونکو کلونو کې د همدې خلکو اولادونه د اورپکۍ قرباني شي.