په دې وروستیو کې د نجونو له ښوونځيو د مدرسو جوړولو بحث ډېر ګرم شوی دی. ویل کیږي چې د جوبایډن حکومت په افغانستان کې د ټاکنو په درشل کې د یوې لاسته راوړنې په لټه کې ده څو له دغه هیواده د ناسمو وتلو دروند بار راکم کړي او امریکايي رای ورکوونکو ته د ښودلو لپاره یوه لاسته راوړنه ولري. دا لاسته راوړنه له شپږم ټولګي د پورته نجونو د ښوونځیو بیا پرانېستل دي، له همدې امله یې په دې وروستیو کې د افغانستان ستونزې د نجونو د ښوونځیو تر تړلو پورې محدودې کړي، څو د دې مسألې په مهم ښودلو او د هغې په حل سره د ځان لپاره یوه لاسته راوړنه وتراشي . له بلې خوا، د نجونو د ښوونځیو بیا پرانېستل د طالبانو له ډلې سره د لا ډېر تعامل او بالاخره د هغوی د واکمنۍ د رسمیت پېژندنې لپاره د لوېدیځو هېوادونو یو وار له مخه شرط دی. څرنګه چې د طالبانو ایډیولوژي دغې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي او یا هم د رهبرۍ له امر سره مخالفت وکړي، نو د طالبانو بیوروکراټان د یوې منځنۍ لارې په لټه کې دي څو هم ملا هبت الله او د دې ډلې جنګیالي ناراضه نه شي او هم له نورو هیوادونو سره د نور تعامل زمینه برابره شي. دا منځنۍ لار چې امریکا هم ظاهراً ورته شین څراغ ښودلی، پر دیني مدرسود نجونو د ښوونځیو بدلول او د هغو د دروازو پرانیستل دي. هغه طرحه چې له همدا اوسه خطرناک برېښي.
په افغانستان کې د پوهنې ستونزه یوازې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو په تړلو پورې محدوده نه ده. دا د ستونزو لویه برخه ده، خو ټولې ستونزې نه. په افغانستان کې د مسلکي ښوونکو او معیاري ښوونځیو د نشتوالي تر څنګ د ښوونیز نصاب مسأله ډیره مهمه ده. د پوهنتونونو وضعیت هم د ښوونځیو د وضعیت دوام دی. کله چې طالبانو واک ته پر راستنېدو باوري شول، نو د ښوونځیو د درسي نصاب د بیاکتنې لپاره یې یوه کمیټه جوړه کړه. دې کمیټې له لومړي ټولګي تر دوولسم ټولګي پورې د ښوونځیو ټول مضمونونه وارزول او د دې ډلې د تفکر پر تله یې وتلل. هر هغه څه چې د دې ډلې تر تفکره درانه وو، د دود، رواج او شريعت پر خلاف بللو سره یې کرښه پرې راوکاږله او له نصابه يې د لېرې کولو سپارښتنه وکړه. پرځای یې وویل شول چې «جهادي ارزښتونه» دې پکې شامل کړای شي څو په زده کوونکي کې جهادي روحیه رامنځته کړي او په حقیقت کې یې د طالبانو کچې ته راښکته کړي. د طالبانو له نظره، جهاد هماغه د افغانانو وژنه ده چې موږ ټول یې د دې ډلې په شاوخوا دېرش کلن عمر کې شاهدان یو. کله چې طالبان واک ته ورسېدل، نو د ښوونځیو او پوهنتونونو د نصاب بدلول یې پيل کړل. یو له لومړنیو اقداماتو دا و، چې په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت اونیز ساعتونه یې له یو ساعته څلورو ساعتونو ته ډېر کړل. تر هغې وروسته یې د پوهنتون او ښوونځيو په نصاب کې ډېره لاسوهنه وکړه. دې وضعیت د افغانستان خلک له یوې لویې پوښتنې سره مخ کړي دي: ایا د طالبانو په نصاب سره د ښوونځي پرانیستل په ګټه دي که د هغو تړل، دې ته له پام پرته چې د نجونو ښوونځي وي او که د هلکانو؟ د پوهنتون په تړاو هم ورته پوښتنه مطرح کیږي.
اوس د نجونو د ښوونځيو د ستونزې د حل منځنۍ لاره له دغو ښوونځيو د مدرسو جوړول دي. کله چې خلک په ښوونځیو کې د نصاب په تړاو اندیښمن دي او وېره لري چې اولادونه به یې افراطیان شي، په هغو مدرسو کې چې طالبان یې چلوونکي او بنسټګر دي، وضعیت خورا خطرناک دی. د دغو دیني مدرسو نصاب په داسې ډول طراحي شوی چې د دې ډلې له جهادي مدرسو سره ډېر توپیر ونه لري. د طالبانو په جهادي مدرسو کې زده کوونکي جنګي مهارتونه زده کوي او د ځانمرګو بریدونو د اړتیا په صورت کې یې ماغزه وینځل کیږي. د طالبانو له مدرسې فارغ شوی کس عادي سړی نه شي ګڼل کېدای. هغه معصوم ماشومان به بالاخره بنسټپال او ترهګر شي. دغه ډول مرکزونو ته د نجونو ورتلل او هلته د کلونو زده کړو لړۍ به هغوی هم تندلارې کړي. په دې توګه به ترهګري او بنسټپالنه د خلکو کورونو ته لاره پیدا کړي.
بله ستونزه د دې کار غیر ضروري توب دی. په داسې حال کې چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې افغانستان له ملایانو ډک و او ښايي د اړتیا تر بریده یې هم زیات ملایان لرل، د زیاتو ملایانو روزل د کار له بازاره د وړتیا لرونکو کسانو د اېستلو او په بې ګټو انسانانو د هغو د بدلولو په مانا دي. هغه کسان چې له دیني مدرسو فارغېږي ډېر لږ یې په کار او اقتصادي فعالیتونو سره د خپلو کورنیو لپاره ډوډۍ برابرولای شي، که دین مطاع او کاروبار دوکانداري وګڼو، هغوی د فابریکو، سوداګرۍ، کرنې، صنعت او نورو ګټورو برخو په درد نه لګېږي. یوازینی تولید چې د طالبانو ملایان پکې ونډه لري، د بوشکه یي ماینونو تولید دی. د دا ډول خورا ډېرو کسانو روزل د ژوند پر وضعیت او د سړي سر پر تولید اغېز کوي. البته، دا تر ټولو لږ زیان دی چې افغانستان ته د مدرسو د جوړولو له اړخه راځي. لوی زیانونه د تاوتریخوالی وده، د بنسټ پالنې تکثیر او د ترهګرۍ پراختیا ده، چې پایله یې د ډېرو وینو تویولو او ویجاړولو لامل کیږي.
له بلې خوا، د ملا روزنه پخپله د ملا لپاره بې ګټې ده. که کومه ګټه یې لرلای، طالبانو به خپلو ملایانو ته د رسمي تحصیل اسناد نه ورکول څو د معاصرو زده کړو په رسمي سیسټم کې دننه شي او له اعتباره یې ګټه واخلي. د ایران په څېر نورو هېوادونو کې هم ګورو چې ملایان د دې لپاره چې له جمود حالته ووځي، په رسمي ښوونیز نظام کې شاملېږي او پوهنتون ته ځي. ان د طالبانو په رژیم کې له یو څو مواردو پرته د مدرسو له محصوله استفاده نه شي کېدای. له همدې امله دا ډله مجبوره شوې ده چې خپلو ملایانو ته د پوهنتون او ښوونځي ښوونیز او تحصیلي اسناد ورکړي څو هغوی د دغو بنسټونو په اعتبار سره دولتي بیوروکراسۍ ته داخل شي. هغه کسان چې له کوم زیار پرته یې په وړیا ډول دا اسناد ترلاسه کړي، د عمل په ډګر کې هېڅ ډول وړتیا نه لري، نو صنعت، سوداګرۍ او نورو تخصصي برخو ته نه شي داخلېدای. د حکومت بیوروکراسي په دې دلیل چې د طالبانو رژیم چاته ځواب ویونکی نه دی، د ملایانو لپاره یوازینی غوراوی کېدای. نو د مدرسو جوړول – که د نجونو لپاره وي او که د هلکانو لپاره – په عمل کې یو بې ګټې کار دی، نه هېواد او ټولنې ته ګټه رسوي او نه هم هغه کس ته ګټه رسوي چې هلته زده کړې کوي. دا ډول طرحې یوه سیاسي لوبه ده چې ویجاړونکي پایلې او خورا لوی زیانونه لري.
په هېواد کې دیني زده کړې په هغې کچه نه دي چې لږ تر لږه دیني مسایل د زده کوونکو له زده کړو سره سم تدریس کړي، نو له همدې امله مجبورېږي چې د دیني زده کړو د دوام لپاره بهر ته ولاړ شي. شته غوراوي پاکستان او ایران دي. هلته په تېره بیا په پاکستان کې ډېری دغه کسان ترهګر روزل کېږي، د ماینونو جوړول او اېښودل زده کوي او ځانمرګي بریدګر ترې جوړېږي. نو مدرسه جوړونه د ترهګرۍ دوام دی. د نجونو لپاره ان همدا غوراوی هم نشته. د طالبانو د تګلارو له مخې، د یوې نجلۍ لپاره چې له ښوونځي فارغه وي او غواړي خپلو دیني زده کړو ته دوام ورکړي، بل انتخاب نه لري. البته، دا بالاخره د هغوی په ګټه ده، له همدې امله نجونې عملاً مدرسو هغه هم د طالبانو تر څارنې لاندې مدرسو ته په تګ سره خپل وخت ضایع کوي، د هغو نجونو لپاره چې مدرسو ته ځي یا به لاړ شي، له دې پرته بل څه انتظار نه دي. هغوی به مدرسې ته ولاړې شي، بنسټ پالنه به تمرین کړي او هغه به خپلو کوروته ته راوړي او په پای کې به هېڅ کاره وي.