٨صبح: کابل: د ملګرو ملتونو د سازمان د ماشومان د ملاتړ صندوق یا یونیسف استازې (فران اکیزا)، ویلي دي چې د افغانستان ٩٠ سلنه خلک له ناورین سره مخ دي او ماشومان ددغه ناورین ډېر بار پر اوږو وړي.
اکیزا، د پنجشنبې په ورځ د غوایي په ٢٨، د امریکا په نیویارک ښار کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې، یو ځل بیا د افغانستان د وضعیت د خرابوالي په اړه ګواښ وکړ.
د ملګرو ملتونو د سازمان د ماشومانو ملاتړ صندوق استازي، څرګنده کړې سره له دې چې جګړه تر یوې کچې درېدلې ده؛ خو د لسګونو کلونو جګړې په دې مانا ده چې هره ورځ د ماشومانو حقوق نقض شي.
اکیزا وویل: «داچې په افغانستان کې وضعیت کړکېچن دی او له انساني ناورین سره مخ دی، او همدا راز خلک د اقلیمي بدلونونو له ستونزو او د بشر حقونو له سخت نقض سره لاس او ګریوان دي؛ نو ډیریو خلکو دا هېر کړي چې دا هېواد د نورو ناورینونو ترڅنګ د ماشومانو د حقونو د نقض له ناورین سره هم مخ دی.»
د یونیسف استازې وویل: دا چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د نړۍ په کچه د ناقانونه وسلو درلودونکی دی، او ماشومان له ډېرو پېښو سره مخ کیږي، د نوموړي په وینا د لومړنیو مالوماتو پربنسټ، د روان کال د جنوري او د مارچ مارچ میاشتو ترمنځ، ١٣٤ ماشومان د بمونو او ناچادو توکو د چاودنې له امله وژل شوي یا هم معلول شوي دي.
اکیزا، وایي چې افغان ماشومان د لوږې سره د مبارزې لپاره اړ کیږي، چې له جګړه ځپلو سیمو نه، اوسپنیز توکي راټول او وپلوري.
د ملګرو ملتونو سازمان ددغه چارواکي په وینا، په افغانستان کې ١.٦ میلیونه ماشومان چې ډېری یې یوازې د شپږو کلونو په عمر دي، له ګواښ نه په ډکو شرایطو کې کار کوي.
نوموړې دغه راز ګواښ وکړ چې په روان زېږدیز کال کې به، نږدې ٢.٣ میلیون هلکان او افغان نجونې، له خوارځواکۍ سره مخ شي.
په همدې حال کې اکیزا ویلي دي چې ددې ترڅنګ، کېدای شي ٨٤٠ زره امیندواره میندې له خوارځواکي سره مخ شي.
همداراز، یونیسف ویلي چې دغه وضعیت ته د قابوکولو لپاره پیسو ته اړتیا ده او دا مهال د ٢٠٢٣ زېږدیزکال لپاره یوازې ٢٢ سلنه بودیجه په واک کې لري.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد د طالبانو له واکمنېدو راپدېخوا، بې وزلي زیاته شوې او ورځ تربلې د سوالګرو او کارګرو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راځي. په دې اړه مرسته کوونکو سازمانونو هم په ځلونو سخته اندیښنه ښوولې.