۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف افغانستان کې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز، غندلی دی.
په سویلي اسیا کې د یونیسف سیمهییز مدیر جورج لاریا ادیجی یکشنبه سهار د مرغومي پر څلورمه نېټه په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې دا د ښځو او نجونو له حقونو د طالبانو د سرغړونې وروسته کرښه ده.
لاریا ادیجي ټینګار کړی، چې د طالبانو دغه پرېکړه به د ماشومانو د روزنې، تغذیې او د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې پراخې پایلې ولري.
د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق دغه چارواکي له طالبانو غوښتي، چې په موسسو کې د ښځو د کار د ممنوعیت پرېکړه ژرترژره لغو کړي.
د ویلو ده، چې افغانستان کې د یونیسف ډېری کارکوونکې ښځې دي.