۸صبح، نیمروز: د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف وایي، چې ټاکل شوې په نیمروز ولایت کې تر ۱۷ زره زیاتو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق مسوولانو شنبه د وږي پر ۱۲ ویلي، چې دغه شمېر ماشومان به د نیمروز ولایت په لیرې پرتو ولسوالیو کې د ۵۰۰ نارینه او ښځینه ښوونکو په ګومارلو سره له زده کړو برخمن شي.
د یونیسف د مسوولانو په وینا، دغه پروګرام به تر نامعلومې مودې له زده کړو بې برخې ماشومانو ته خدمات وړاندې کړي.
نیمروز یو له ولایتونو څخه دی، چې د پوهنې د نه ودې له امله پکې زیات شمېر ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې شوي دي.