۸صبح، کابل: د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف له استازو سره په لیدنه کې د دغو بنسټونو همکاري اړینه بللې او له هغوی یې غوښتنه وکړه چې له دغه وزارت سره د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي چوپړونو په رسولو کې همکاري وکړي.
نوموړي وزارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې قلندر عباد د کابل په اندراګاندي روغتون کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې عمومي مشرې حنان حسن بلخي او په هېواد کې د یونیسف ادارې مشر تاجالدین اوېلا سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې عباد په روغتیايي سکټور کې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ونډه اړینه بللې او له هغوی یې غوښتنه کړې چې د هېواد لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي چوپړونو په رسولو، د ساري ناروغیو په کنټرول، د روغتیايي سیسټم پر پیاوړتیا او د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې ورسره همکاري وکړي.
نوموړي وزارت له یاد روغتون څخه د لیدنې موخه په دې روغتون کې خوارځواکو ماشومانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو له بهیر څخه ارزونه ښودلې ده.
له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې په افغانستان کې د باکیفیته روغتیايي چوپړتیاوو وړاندې کول د یوې ننګونې په توګه پاتې دی.
نوموړي سازمان د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي و چې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه وګړي له روغتیايي مرستو سره تړلي دي.