۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیايي دفتر(UNDP) ویلي چې وارداتي برېښنا د افغانانو یوازې ۴۰ سلنه اړتیا پوره کوي او د ژمي په رارسېدو دا اړتیا ډېره شوې ده.
یاد دفتر جمعه د سلواغې پر ۶مه یو راپور کې ویلي چې په ژمي کې د برېښنا کچه کمېږي او د افغانستان د برېښنا سکټور له ګڼو ننګونو لکه د انرژۍ له محدودې لاسرسۍ مخامخ وي.
د دغه بنسټ په خبره، دا ننګونې د اړینو خدماتو په وړاندې کولو لکه روغتیايي، زدهکړو، بشردوستانه مرستو، اقتصادي او پراختیايي برخو ناوړه اغېز کوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي دفتر زیاته کړې چې هره ورځ د ولایتي روغتونونو برېښنا پنځه تر شپږ ساعته پورې پرې وي او ځينې ورځې په ځانګړې توګه په ژمي کې ان ۱۲ ساعتونو پورې رسېږي چې دا چاره لویو او لګښتلرونکو جنراتورونو ته اړتیا ډېروي.
د دغه دفتر په راپور کې راغلي: «افغانستان کې په کور دننه د برېښنا تولید، اړتیاوې نه پوره کوي؛ ځکه دا هېواد فوسیلي سون توکو او جنراتورونو باندې ډېره تکیه لري چې ناکاره او نه پاییدونکې ده. له همدې امله دا هېواد له ګاونډیو هېوادونو لکه د منځنۍ اسیا او ایران څخه له واردېدونکې برېښنا سره تړلی دی چې له ۷۵ سلنې ډېره برېښنا یې تامینوي.»
د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو پراختیايي دفتر زیاته کړې چې افغانستان کې د انرژۍ له ننګونو سره د مقابلې لپاره یې د لمریزې برېښنا د پروژې چارې پېل کړې دي.
یاد دفتر زیاته کړې چې د لمریزې برېښنا سیسټمونه د انرژۍ یوه ښه سرچینه ده او د روغتیايي چارو او زدهکړو په برخه کې د خدماتو په وړاندې کولو کې اغېزمن تمامېدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ژمي په راتګ سره خلک د برېښنا له ډېرې پرچاوۍ سرټکوي.
افغانستان د اړتیا وړ خپله ډېره برېښنا له ایران، اوزبیکستان او ترکمنستان څخه واردوي.