۸صبح، کابل: د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې پر دغه شرکت د څلورو ګاونډیو هېوادونو ۶۲۷ میلیونه ډالره پاتې پورونه یې ادا کړی دی.
دا خبره د دغه شرکت ویاند حکمتالله میوندي سهشنبه د سلواغې پر ۱۷مه په خپله ایکسپاڼه کې کړې ده.
د نوموړي په خبره، دا پورونه د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران و او په بشپړه توګه یې تادیه کړي دي.
میوندي یادونه کړې چې دا پورونه پر پخواني حکومت پاتې و.
د یادونې وړ ده چې افغانستان د اړتیا وړ ډېره برېښنا له ایران، ازبکستان او ترکمنستان څخه واردوي.
د روان کال د جدي میاشتې په لومړیو کې برېښنا شرکت اعلان وکړ چې تر ۲۰۲۴ کال پورې د دغه شرکت او تاجکستان ترمنځ د برېښنا تړون غځول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د ژمي په راتګ بیا ډېری اوسېدونکي د برېښنا له پرچاوۍ سر ټکوي.