۸صبح، کابل: د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له قطري پلاوي سره په لیدنه کې له دغه هېواده غوښتي چې د افغان ځوانانو ښوونې او روزنې او هغوی ته د تحصیلي بورسونو په برابرولو کې همکاري وکړي.
حنفي پنجشنبه د غبرګولي پر ۳مه د سیمې او له سیمې اخوا هېوادونو په ځانګړې توګه له قطر څخه غوښتي چې په افغانستان کې د کانونو استخراج، روغتیا، انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې پانګونه وکړي.
د ارګ په اېکس پاڼه کې د قطر بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر شیخ محمد بن عبدالعزیز له قوله لیکل شوي: «قطر په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه بانکي چارو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا غوښتونکی دی.»
دا څرګندونې داسې مهال شوې دي چې طالبانو نږدې درې کاله کېږي له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی.
په کور دننه او نورو هېوادونو پرلپسې له طالبانو غوښتي چې نجونو او ښځو ته د زدهکړو اجازه ورکړي؛ خو تر اوسه یې مثبت ځواب ورکړی نه دی.