٨صبح، پروان: په پروان کې سیمه ییزې سرچینې په دې ولایت کې د ناپېژانده وسله والو کسانو له لوري د یوه پاخه عمر لرونکي سړي له وژل کېدو خبر ورکوي.
دغه پېښه چهارشنبه د کب په ١٧مه نېټه سهار مهال ٠٨:٠٠ بجې، د جبل السراج ولسوالۍ ګل بهار سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینه د عاملینو او د دغې پېښې د رامنځته کېدو د انګېزې په اړه څه نه وایي، خو طالبان د دغه سړي د وژل کېدو لامل کورنۍ دښمني بللې ده.
پروان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد کامران زید، ویلي چې تر اوسه د یادې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
د ویلو دي چې د خلکو د امنیت د ټینګښت په تړاو د طالبانو د ادعاو سربېره، د پروان اوسېدونکي وايي چې د تېر په پرتله په دې ولایت کې جنایي پېښې ډېرې شوې دي.
شنونکي د دا ډول پېښو د زیاتوالي لامل د بې وزلۍ او بې روزګارۍ پراختیا بولي.