٨صبح، کابل: د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رییس د ښځو د یووالي نړۍوالې ورځې یا د مارچ اتمې په مناسبت، له طالبانو، ایران او روسیې له لوري د ښځو د حقونو له نقض نه نیوکه او د یو شان فرصتونو د دودولو پر ترسره کېدو یې ټینګار کړی دی.
د امریکا جمهور رییس جوبایډن، د کب په ١٨مه د چهارشنبې ورځې په وروستیو کې د ښځو د یووالي د نړۍوالې ورځې په مناسبت د وینا په ترڅ کې دریېو هېوادونو ته چې په هغو کې د ښځو او نجونو حقونه تر برید لاندې دي، اشاره کړې ده: ایران، افغانستان او اوکراین.
نوموړي ویلي دي چې طالبانو ښځې او نجونې په ښوونځي او د کار په چاپېریال کې له ګډون نه بې برخې کړې دي او د طالبانو په حاکمیت کې د افغانستان د ښځو حقونه تر برید لاندې راځي.
نوموړي دې ته په ټینګار چې د ښځو او نجونو حقونه د نړۍ په ډېرو ځایونو کې په پام کې نه نیول کېږي، ویلي دي: ”طالبانو په افغانستان کې ښوونځي د نجونو پر تګ او دغه راز د ښځو په کارکولو یې بندیز لګولی دی.
په ایران کې حاکم رژیم په بې رحمانه ډول د هغو ښځو غږ چې په زړورتیا سره د خپلې ازادۍ ترلاسه کولو په موخه اوچتوي، له منځه وړي.
په اوکراین د روسیې وحشیانه او ناعادلانه اشغال په تړاو، د ښځو د بې شمېره کیسو شاهدان یو چې په زړورتیا سره یې د ټولو اوکراینیانو د حقونو او اساسي ازادیو لپاره، له ډلې یې د برید پر وړاندې د جګړه ییزې وسلې په توګه مبارزه کوي.
د امریکا جمهور رییس دغه راز ویلي دي چې د څو لسیزو پرمختګونو ته په پام، لا هم د نړۍ په یو شمېر ځایونو کې د ښځو او نجونو حقونه تر برید لاندې راځي او ټولنې شاتګ ته بیایي.
د امریکا د ولسمشر خبرې داسې مهال خپرېږي چې د طالبانو ډله له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو په پایله کې د بایډن د دولت په وخت کې واک ته رسېدلې ده.
طالبانو په تېر یو نیم کال کې پر ښځو له تاوتریخوالي ډک محدودیتونه لګولي دي. د طالبانو د هدایت پر بنسټ، نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تګ او همداراز په کورنيو او بهرنیو موسسو کې له کار کولو منع کړای شوې دي.
تر دې وړاندې د ٢٣ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم په یوه ګډه بیانیه کې اعلان وکړ چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان، د نړۍ په کچه د ښځو د بشري حقونو د سقوط شاهد دی.