۸صبح، غزني: په غزني کې د طالبانو عامې روغتیا ریاست ویلي چې په دغه ولایت کې یې د یوې مرستندویه روغتیايي موسسې فعالیت درولی دی.
نوموړي ریاست پنجشنبه د غويي پر ۲۰مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د طالب سیمهییزو چارواکو په امر یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د (Jack) په نوم د یوه روغتیايي بنسټ فعالیت بند کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا موسسه د دغه ولایت روغتیايي کلینیکونو د اړتیاوو په پوره کې پاتې وه او د خلکو له شکایتونو وروسته د دغه بنسټ چارې درول شوې دي.
بل پلوه، د غزني یو شمېر اوسېدونکو بیا پر دې کړنې اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې طالبان په دغه ولایت کې د روغتیايي کلینیکونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بله لار نه لري.
د هغوی په خبره، د دغه بنسټ د بندېدو له دوام سره به روغتیايي چوپړونو ته د لاسرسي په برخه کې د خلکو ننګونې لا ډېرې شي.
تر اوسه په دې اړه د (JACK) موسسې مسوولانو څه ویلي نه دی.
طالبانو له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د څو کورنیو او بهرنیو موسسو پر فعالیتونو بندیز لګولی دی.