۸صبح، کابل: د لوږې د نړیوالې کچې د ډلبندۍ په ترټولو تازه راپور کې افغانستان شپږ درجې راغورځېدلې او د نړۍ د ۱۲۱ هېوادونو ترمنځ ۱۰۹ شوی دی.
په دغه راپور کې، چې شنبه د تلې پر ۲۳ د لوږې د نړیوالې ډلبندۍ له خوا خپور شوی دی راغلي، چې افغانستان سږ کال ۲۹.۹ نمرې ترلاسه کړې دي.
د لوږې د نړیوالې ډلبندۍ نمرې د ماشومانو د خوارځواکۍ، ټیټې ونې او د هغوی د مړینې له مخې ورکول کېږي او د دغې ډلبندۍ نمرې د ۱۰۰ امتیازي مقیاس له مخې محاسبه کېږي.
د دغه راپور له مخې ۲۹.۸ سلنه افغانان پر خوارځواکۍ اخته او ۵.۸ سلنه ماشومان له پنځه کلنۍ مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
همداراز تر پنځه کلنۍ ټیټ ۳۸.۲ سلنه ماشومان له ټیټې ونې کړېږي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې افغانستان له وچکالۍ، سیاسي او اقتصادي بېثباتۍ، سختې لوږې او په اوکراین کې د جګړې له امله د خوراکي توکو او د تېلو د بیو له نړیوالو لوړېدو سره مخ دی.
د ویلو ده، چې د لوږې د نړیوالې ډلبندۍ راپور د دوو غیرانتفاعي سازمانونو له خوا برابرېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره د هېواد د وګړو بشري وضعیت نازک شوی دی.
د نړۍ هېوادونو او مرستندویه بنسټونو تل له دغه وضعیته اندېښنه څرګنده کړې ده.