په ویانا کې د یو شمېر سیاسي څېرو او د ګوندونو او ډلو د استازو درې ورځنۍ غونډه چې تېره اوونۍ جوړه شوې وه؛ له بېلابېلو نظرونه او دریځونو سره مله وه؛ خو په ټوله کې د دوحې د دریمې غونډې پرتله چې د سیاسي او مدني فعالانو له پراخو اندیښنو او غندنې سره مخ وه، ډېره متفاوته برېښېده. د ویانا غونډې خپل ملاتړي او مخالفین درلودل او تر ټولو مهم مخالفین یې طالبان وو، چې د دې ډلې پر وړاندې له هر ډول خوځښته وېره لري، که هغه سیاسي، نظامي او ان ساده مدني اعتراضونه وي او هڅه کوي چې په بهرنیانو پورې د هغو په تړلو سره یې اعتبار له منځه یوسي.
یو شمېر شنونکو پر دې غونډې ځینې نیوکې لرلې، لکه د یو شمېر سیاسي مشرانو او سیاسي څېرو د اعتبار د کمېدو، د ګډونوالو د نظرونو د توپیر او د پلان او اجماع نشتوالی. د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو هم د غونډې په څنډه کې د ځینو سیاسي څېرو پر څرګندونو اعتراض وکړ. بلخوا، د افغانستان د حالاتو یو شمېر څارونکو په داسې شرایطو کې د دا وړغونډو جوړېدل چې نړۍ افغانستانه شا کړې او یوازې یې د یوې افراطي ډلې په لاس کې پریښي، یو پر ځای او د ستایلو وړ اقدام وګاڼه او په دې سخته چوپتیا کې یې د غیر طالباني افغانستان د غږ پورته کولو لپاره د هیلې یو ټکی وباله.
د سیاسي شخصیتونو او د هغوی پر سیاسي فعالیتونو نیوکه، په تېره بیا پر هغو کسانو چې پېژندل شوې مخینه لري، د نن ورځې د افغانستان د اړتیا یوه برخه ده. ځکه چې هیڅ عمومي فعالیت به له رغنده نیوکې پرته د ښه کېدو لارې سیخ نه شي او له هغو زیانمنتیاوو به خلاصون ونه مومي چې ورسره مخ دی. رغنده نيوکه د فعاليتونو د نفي او بې اعتباره کولو په مانا نه ده او بايد هم نه وي، بلکې د فعاليت پر اصل ټينګار او دغه راز د اصلاح په موخه د نیمګړتیاوو رابرسېره کول دي. د هغو حرکتونو بې ګټې بلل کېدل چې د طالبانو پر وړاندې کیږي او پر سیاسي کار بې باورۍ ته لمن وهل او د ماتې او د ابسوردیزم د روحیې پراخول چې د یو شمېر افغان شنونکو ناروغي ګرځیدلې او دې ته یې اړ کوي چې د طالبانو پر وړاندې په هر اقدام او هر کار کې عیب ومومي او په هېڅ فعالیت کې مثبت او د هیلې وړ ټکی نه ویني، رغنده نقد نه ګڼل کیږي.
د ویانا له غونډې سره د طالبانو مخالفت او د دې ډلې پر ضد هر ډول فعالیت په بشپړه توګه د درک وړ دی. د طالبانو هیله دا ده چې ټول غږونه غلي شي او لکه څنګه چې یې په افغانستان کې دننه غږونه غلي کړي، له هېواده بهر هم د مخالفت هېڅ غږ پاتې نه شي. د دې ډلې تګلاره دا ده، چې نړۍ ته ووايي چې په افغانستان کې له طالبانو پرته بل داسې ځواک نشته چې وزن ولري او د دې هېواد پر حالاتو اغېز وکړي او له همدې امله د افغانستان لپاره هر څه یوازې له طالبانو سره د تعامل له لارې تېرېږي او باید پر نورو ډلو کرښه راوکاږل شي. دا ډله چې تمامیت غوښتنه یې فطرت دی، پر بل هیڅ ځواک باور نه لري او د بل ځواک شتوالی نه زغمي. دغه راز هڅه کوي چې په بهر کې د میشتو فعالان په ډارولو سره هغوی دې ډلې ته باج ورکولو ته اړ کړي او د طالبانو ضد فعالیتونو تخریبول او بدنامول یو ډول باج ورکول دي.
د ټولنپوهنې له نظره افغانستان د خپلې نیمې پېړۍ د کړکېچ په کلونو کې له بېلا بېلو زیانونو سره مخ شوی چې یو یې د فردي ګټو تر سیوري لاندې د ملي او ټولنیزو ګټو راتلل دي. په دې ګډوډ حالت کې ځینې خلک د هر عمل ارزښت یوازې پر دې سنجوي چې پخپله ده ته څه ګټه رسوي او که پروګرام ته ور ونه بلل شي، بې ارزښته او له زیانه ډک یې ګڼي. دا هم باید زیاته کړو چې د ټولنیزو رسنیو یو جانبي زیان دا دی چې غیر مسؤلانه خبرې کول او د هغو د پایلو نه سنجول چې عام عادت ګرځیدلی ان وتلې څېرې هم پرې اخته شوي دي. په عمومي فضا کې مسوولانه خبرې کول او د هغو د ټولو اړخونو سنجول هغه فضیلت دی چې د پیکه کېدو په حال کې دی. ډېر لږ خلک نه پوهېږي چې په دې تیاره حالت کې د وړې شمې بلول د هېواد په ګټه او د هغې د مړې کولو هڅه د طالبانو په ګټه ده.
د ویانا پر غونډې شوې نیوکې د حقیقت یوه برخه دي، نه ټول حققیت. دا سمه ده چې یو شمیر سیاسي مشران او څېرې په ځانګړې توګه د جمهوریت په شل کلنه دوره کې ښه مخینه نه لري، خو د نړۍ د ټولو سیاستوالو کړنې، له ډیرو استثنایی مواردو پرته له نقد سره مخ دي، له تر ټولو دیکتاتور رژیمونو تر ټولو ډیموکراټیکو رژیمونو پورې. په اصل کې په عمومي برخه په ځانګړې توګه په سیاسي برخه کې دا نادره ده چې داسې څېره ومومو چې د ټولو اړخونو رضایت خپل کړي.
د افغانستان په څېر هېواد کې چې د کورنیو او بهرنیو عواملو لاسوهنې او ښکیلتیا پکې د بې ساري ګډوډۍ لامل شوې، د سیاستوالو پر مخینې نیوکه خورا پرځای ده. که داسې وګڼل شي، چې د يو شمېر سياستوالو د نیګړې مخینې له امله له هر ډول فعاليت سره پرېکون وشي او بې ارزښته وګڼل شي، نو په دې صورت کې باید د سياسي فعاليتونو دوسيه وتړل شي او هره سياسي کړنه ناروا وګڼل شي.
د عیب پلټونکو اپوټه، د ویانا په کنفرانس کې د ګډون کوونکو ډلو تنوع د هغې د ځواک ټکی و نه د کمزورتیا؛ ځکه چې د سیاسي ګروهنو له مخې د هېواد یو شان کول هغه تګلاره ده چې طالبانو خپله کړې او د هر استبدادي رژیم په څېر غواړي چې تنوع او تکثر له منځه یوسي. رښتینی افغانستان یو متنوع او رنګارنګ افغانستان دی، نه یوازې له ژبني، قومي، مذهبي، دیني او کلتوري اړخه بلکې د سیاسی ګروهنو له اړخه هم. په نړیوالو غونډو کې د غږونو پر تنوع نیوکه کول د طالباني ډيسکورس دودول او ورته خدمت کول دي. ډیموکراسي او پلورالیزم سره لازم او ملزوم دي او د تکثر په حذف سره ډیموکراسۍ ته رسېدل ناشوني دي.
د پلان نشتوالی پر سیاسي حرکتونو یوه پرځای نیوکه کېدای شي، لکه څنګه چې د یو نیمګړي پلان درلودل هغوی له نیوکو سره مخ کولای شي او پر دې ټکي ټینګار اړین دي. خو دا تمه بې ځایه ده چې د غونډې ټول ګډونوال سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري پلانونه ولري. غونډې د لویو مسایلو په تړاو د خبرو او بحث کولو لپاره دي، څو د اوسني وضعیت زیامنتیا په ګوته او ترې د تېرېدو لاره مشخصه شي. کله کله خبرې اترې په خپل ذات کې یو پلان وي او مهمې وي؛ ځکه چې دا کار د ډیموکراسۍ تمرین دی او دا د یوې ټولنې سیاسي بلوغ ښیي چې ځواکونه یې وکړای شي له تاوتریخوالي پرته خپل نظرونه مطرح کړي. خبرې اترې پخپله د طالبانو ضد عمل دی او د هغو بنسټیز کول د دې ډلې د تمامیت غوښتنې ډېسکورس کمزورې کوي.
له طالبانو او طالباني ډېسکورسه د هېواد د ژغورلو لپاره لا زیاتې هوښیارۍ، پراخې ژمنتیا او څو برابره اخلاص ته اړتیا ده. له دې پرته به بې کفایتي د عمل او د پلمو لټول د فعالیت او ابسوردیزم د هدفي کړنو ځای ونیسي. د افغانستان ستونزه د هغو کسانو له امله نه ده چې د طالبانو پر وړاندې فعالیت کوي، بلکې د دوو نورو ځواکونو له امله ده: یو طالبان چې ستراتیژیکه وسله یې ځپل دي او نور یې هغه کسان دي چې پر بې ځایه نیوکو سره د طالبانو په مخالفو لیکو کې انګېزه مړه کوي او په دې توګه د طالبانو بنسټونه لا پیاوړي کوي. د ويانا غونډه په ډېر زحمت سره تر سره شوه او بايد ستاينه يې وشي.