په افغانستان کې د پخواني حکومت د پوځیانو نیول کېدل، شکنجه کول او وژل، د جمهوري نظام له سقوط وروسته پیل شول. او په روانو ورځو کې ډېر شوي دي. د خپرو شویو راپورونو له مخې د سږکال سلواغې میاشت کې، یوازې په یوې ورځ په افغانستان کې د پخواني پوځیانو د وژنې او نیول کېدو درې خبرونه خپاره شول. د راپورونو له مخې د روان لمریز کال د سلواغې پر ۱۵ نېټه، طالبانو په پنجشېر کې د دوو پخواني پوځیانو په ګډون، پنځه تنه نیولي دي. پر همدې ورځ سمنګان کې وسلهوالو کسانو د پخواني حکومت یو تن سرتېری یرغمل نیولي او دغهراز په جوزجان کې دوه نور ځوانان چې پخواني پوځیان وو، په «ظالمانه» ډول ووژل شول.
سیمهییزې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د مخکیني حکومت د ځانګړو ځواکونو د سرتېری ستار سیرت مړی یې، د طالبان له لوري له دوه اونیو نیول کېدو وروسته، د سلواغې پر ۱۴ نېټه د جمعې پر ورځ، د جوزجان ولایت له اړوند سیمو موندلی دی. په ټولنیزو شبکو کې د نوموړي اړوند یوه ویډیوه هم خپره شوې ده. د سرچینو د اطلاعاتو له مخې، سیرت په بېرحمۍ او ظالمانه ډول وژل شوی دی. دغهراز په جوزجان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د پخواني حکومت د پولیسو د سرتېري عنایت الله سوځېدلی مړی، د یاد ولایت په فیضاباد ولسوالۍ کې موندل شوی دی.
دغه خبرونه، په ایران کې د پخوانیو پوځیانو لپاره، سربېره پر نورو اندېښنو د هغوی لپاره په اضافي رواني شکنجه بدل شوي دي. ځکه هغوی هېواد ته د بېرته شړلو او له د احتمالي مړینې له ګواښ سره، ډیر واټن نه لري او خپل ځانونه په کړکېچ کې احساسوي.
برهان د ملي اردو پخوانی سرتېری دی چې په فاریاب ولایت کې پر خدمت بوخت و. نوموړی د جمهوري نظام تر سقوط وروسته اړ شو چې ایران ته په تېښته شي. برهان ۸صبح ورځپاڼې ته وايي هغه خاطرې چې په فاریاب کې یې د خپل ماموریت په وخت کې لري، کله چې له بل چا د طالب نوم اوري، هغه کړاوونه یې چې لیدلي دي، سترګو ته دریږي. هغه هیله لري ترڅو یوه لاره ومومي چې له خطره بهر شي او داسې ځای ولاړ شي چې د طالبانو له لاسرسي لرې وي؛ خو په خبره یې که چېرې «خدای مهکړه» ونه شي کړای، خوښ دی چې په ایران کې مړشي. ۲۶ کلن برهان وايي: «د جمهوریت په وروستیو کې، ستونزې ډېرې وې او امکانات لږ وو. کله به چې د سنګر ملګرو وغوښتل چې له وسلې پرته، پوستې ته اوبه راوړي، طالبانو به په مرمۍ په سر ویشتل. خو تر دې وړاندې به چې مونږ هغوی نیول، مونږ ته یې د بشري حقونو قوانین راښودلي و او هغه به مو په پام کې نیول.»
برهان وايي چې نوموړی په امنیه قوماندانۍ کې د پوستې مرستیال و. په ټولو هغو جګړو کې یې چې ګډون کړی دی، پرته له وروستي کال چې دولت کمزوری شوی و، تل به یې طالبانو ته ماتې ورکوله خو « له طالب سره یې تل د «مېړانې چلند» کړی دی: «مونږ هېڅکله د چا د مړیو سپکاوی ندی کړی. سپین ږیري به چې راغلل، مړي به مو په ډېر درناوي ورسپارل. له ټپیانو سره به مو تاوتریخوالی نه کاوه، خو د طالبانو چلند تل ظالمانه و، ټپیان به یې وژل یایې وهل او ټکول.»
د فاریاب اوسېدونکی دغه پخوانی پوځي چې په سیمه کې یې ډیری د طالبان جګړه ماران او قوماندانان پېژني، خاندي او وايي: «که چېرې وشړل شوم، کور به مې هدیره وي.» هیله لرم داسې ورځ هېڅکله رانشي.
دا مهال په ایران کې پخواني افغان پوځيان له کم کاریو، بې وزلۍ، او یا د عایدو کم ترلاسه کولو له امله له ستونزو او کړاونو سره مخ دي دوی دغه راز له ایران نه د شړل کېدو د احتمال له ګواښ او د طالبان له لوري له هغوی سره د اقداماتو د ترسره کېدو احساس له ځان سره لېږدوي. دغه ګواښ بیا د پخوانیو پوځیانو پر وړاندې د طالبانو د زیاتو ګواښولو سره، نور هم جدي کیږي.
عظیم خان شاوخوا ۸ کاله د ملي اردو سرتېری و. هغه غوښتل پاکستان ته ولاړ شي، ځکه چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی. خو له خپلو بدخشاني او بغلاني ملګرو سره ایران ته کډوال شوی دی. عظیم خان وايي که چېرې په ننګرهار کې پاتې شوی وای، خامخا وژل کېده؛ ځکه دوی ته نږدې طالبانو په وار وار د هغه د وژل کېدو پر سر«قسم» یاد کړی و. نوموړي په افغانستان کې په پښتو لحجه فارسي چې د ملګرو په خبره یې خوږې خبرې کولې. دغه پخوانی پوځي وايي: « څه باندې اوه کاله له طالبانو سره جنګېدلی دی. که چېرې هلته پاتې شوی وای، خپل قسم یې عملي کاوه. که چېرې هېواد ته بېرته تللو ته اړ شوم، هغوی به خپل قسم مات نهکړي.»
د طالبانو له بیا واکمنېدو او د جمهوري نظام له ړنګېډو وروسته، پرته له یو شمېر پوځیانو چې د ناټو غړیو هېوادونو د تخلیې په پروګرامونو کې شامل وو، ډیری ۳۵۰ زره د افغانستان د امنیتي ځواکونو سرتېري، بېبرخلیکه، بېکوره او له ترخو ورځو شپو سره مخ شوي دي. د رویټرز د راپور له مخې سږکال په سلواغې میاشت کې، څه باندې ۱۰۰ تنه د افغانستان پخواني پوځیان د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته وژل شوي دي.
دغه شمېر د افغانستان په اوسني وضعیت کې د اطلاعاتو آزادۍ ته د لاسرسي د نشتون له امله، ریښتیا نه بریښي. د بېلګې په ډول د ۲۰۲۲ زېږدیز کال جولای میاشت کې د «نیویارک تایمز» د اوو میاشتو څېړنو وښوده چې یوازې د طالبانو د واک د لومړیو شپږو میاشتو په لړ کې د افغانستان د دولت نږدې ۵۰۰ پخواني کارکوونکي او د امنیتي ځواکونو سرتېري، وژل شوي او یا لادرکه شوي دي.
حبیب د پخواني پوځي (مستعار نوم) دی چې د چټک غبرګون په قطعه کې یې کار کاوه، او ایران ته له سفر وروسته د یوڅه مودې لپاره ددغه هېواد د پلازمینې تهران په یوې لرې پرته سیمه کې، په ودانیزو کارونو بوخت و. وایي: «ورور مې هم د امنیتي ځواکونو سرتيری و؛ اوسمهال هغه په افغانستان کې په پټه ژوند کوي نوموړی یوې لرې ولسوالۍ ته تللی چېرته چې زمونږ یو تن خپلوان اوسیږي. ځکه چې طالبانو زما د ترور زوی له ځانه سره بوته او بیا ترېنه احوال نه لرو. زه اوس بې روزګاره یم. خو د کار او عاید له نشتون سره هم، دغه وضعیت د ژوندي پاتې کېدولو په هیله زغمو. افغانستان ته څنګه لاړ شم؟ یو شمېر طالبان زما په لټه کې دي.»
که چېرې په ایران کې له پخوانيو پوځیانو وپوښتئ چې له چا څخه څه شی غواړئ، حیران پاتې کیږي چې څه ځواب ورکړي؛ ځکه نه پوهیږي له چا څخه یې وغواړي او څه وغواړي.
د هغوی ټولو یوازینۍ هیله داده چې یوه ورځ له ایران نه داسې ځای ته ورسیږي، چې نور د طالبانو د نوم له اورېدو لویه اندېښنه د هغوی په ذهن کې جوړه نشي. ځکه په ټوله معنی د بې کسۍ احساس کوي. د پخوانیو پوځیانو شمېر چې په قاچاقي ډول ایران ته تښتېدلي دي، روښانه ندي؛ خو په تخمیني ډول د تېر لمریز کال د زمري پر ۲۴ مه د جمهوري نظام له سقوط وروسته شاوخوا ۱۰۰ زره د افغانستان پخواني امنیتي سرتیري ایران ته تللي چې برخلیک یې لا تراوسه ندی معلوم شوی.