۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، په تېر یوه شواروز کې د هلمند مرکز لښکرګاه کې څه کم ۴۰ ملکیان وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د زمري پر اتمه، د هلمند لښکرګاه کې د ملکي کسانو د تلفاتو په اړه اندېښنه ښوولې ده.
د دې سازمان په خبره، د طالبانو له لوري د جګړېد زیاتېدو له کبله ۱۵۰ ملکیان ټپيان او وژل شوي دي.
نوموړي سازمان ویلي، چې ملکیانو ته دا زیانونه په هلمند کې د طالبانو له خوا د سیمو د نیولو په موخه اوښتي دي.
په ورته وخت کې یوناما په ښاري سیمو کې د جګړې د درېدو غوښتنه کړې ده.
له کندهاره هم چې جګړه په ښاري سیمو کې روانه ده، د ملکي تلفاتو راپورونه خپاره شوي دي.