۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې د دغه بنسټ مشرې روزا اوتونبایوا د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.
یوناما پنجشنبه د وري پر ۳۰مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې د اوتونبایوا او د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې په حواله، اوتونبایوا په دې لیدنه کې د دغه هېواد د اړینو بشري مرستو او له افغانانو سره د اوږدمهاله ملګرتیا په پار مننه کړې ده.
یوناما زیاته کړې چې دواړو خواوو په افغانستان کې د شته ستونزو حل لپاره د سیمهییزو او نړیوالو همکاریو پر ارزښت هم خبرې کړې دي.
د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، له افغانستان سره د هند اړیکې پيکه شوې دي.
هند په تېرو ۲۰ کلونو کې له افغاستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.