له دیني اړخه طالبان او د ملي مقاومت جبهې غړي د یوه مذهب پيروان دي. د دغو دواړو بهیرونو اکثریت مشران پخوا په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر ضد جنګېدل؛ خو له مذهب څخه د طالبانو اوسنی قرائت د ننۍ نړۍ له واقعیتونو سره متناسب نه دی چې مدرن ارزښتونه لکه ډموکراسي، د بیان ازادي، بشري حقوق او فردي ازادۍ وړاندې کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د ملي مقاومت جبهې بیا بیا ویلي، چې د خلکو په ارادې د ولاړ نظام، برابرۍ او نویو ارزښتونو لپاره مبارزه کوي. دوی دواړه له مذهب څخه د بېلابېلو تعبیرونو په درلودلو سره، متضاد سیاسي لیدلوری هم لري. طالبان د امارتي نظام پايښت غواړي، چې له مخې يې حاکمیت په خلکو پورې اړه نه لري؛ خو د ملي مقاومت جبهه ډموکراتیک او غیرمتمرکز نظام غواړي، چې حاکمیت پکې د خلکو وي. له دې کبله، تر هغو چې په هېواد کې د سیاسي جوړښت د نوعیت مساله مطرح نه شي، مذهبي او قومي مشترکات يې یوه مېز ته نه شي کېنولی. ښايي د مذهبي او دیني باورونو له مخې مشترک ټکي موجود وي، خو په تېرو شلو کلونو کې طالبان له خپل لیدلوري راښکته نه شول، پر ښارونو او کلیو يې تر هغو بریدونه وکړل، چې بشپړ ولکه يې ترلاسه کړه. په داسې حالت کې هغه حکومتواله غواړي، چې دوې لسیزې مخکې له منځه لاړه او خپل ژوند ته يې دوام ورنه کړای شو. هیله کېده، چې له پخوا څخه یې درس اخیستی وي، له دین څخه به یې تعبیر مدرن او نرم شوی وي؛ خو د هغوی د څلورنیمو میاشتو حکومتولۍ وښووه، چې د حکومتولۍ په اړه د طالبانو لیدلوری نه دی بدل شوی او اوس هم د هغوی تر ټولو جدي مساله ږیره پرېښوول او د ښځو وېشتان دي؛ حال دا چې د دین او دیني ارزښتونو په هکله په زرګونه نورې مسالې هم شته.
د ملي مقاومت جبهه، له طالبانو سره د پنجشېر تر جګړې مخکې مذاکراتو ته ودانګل او د مذاکراتو د تداوم شرط يې دا و، چې پر پنجشېر به نظامي برید نه کېږي؛ خو طالبانو دا شرط ونه مانه او بالاخره د پنجشېر د سقوط لامل شو. که څه هم دغې جبهې د مخکیني حکومت پر مهال په بیا بیا د طالبانو پر وړاندې د درېدو خبره کړې وه؛ خو د افغانستان تر سقوط پورې يې په وسله وال پاڅون لاس پورې نه کړ او د ولسي پاڅونوالو چې د طالبانو پر ضد جنګېدل، هم ملاتړ ونه کړ، تر هغې چې پخپله د طالبانو په محاصره کې ښکېل شول. طالبان او د حکومتولۍ ډول يې ټولو ته روښانه دی، چې په هر حالت کې پر ولسي حاکمیت باور نه لري او هېوادوال رعیت ګڼي او د دوی اطاعت باید وکړي. خو د ملي مقاومت جبهه خپل لیدلوری له رسنیو سره شریک کړ او ويې ویل، چې داسې سیاسي نظام غواړي، چې په افغانستان کې د متکثرې ټولنې تنوع ته پام وشي او ټول هېوادوال ځان د دولت په هېنداره کې وویني. داسې څه چې طالبان يې سخت مخالف وو او دي. د پخواني دولت پر ضد د طالبانو د جګړې شعار د ډموکراسۍ نابودي وه او د بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې و او دي. دا پوښتنه راولاړېږي، سره له دې چې دواړه غاړې مخالف سیاسي باورونه لري، کومو څیزونو دوی یوه مېز ته کېنولي دي، چې د سپاه پاسداران تر دروازو شا ته خبرې وکړي او احمد مسعود هیله درلوده، چې دا مذاکرات د خلکو او رسنیو له سترګو لرې پاتې شي؟
ایران د افغانستان پر پوله د داعش له شتون څخه سخت اندېښمن دی او د طالبانو پر ضد د مقاومت جبهې جګړه د خپلو ملي ګټو لپاره ګټوره نه بولي. که څه هم دغه هېواد پخوا د احمدشاه مسعود په مشرۍ د شمال اییتلاف ملاتړ کړی و او په افغانستان کې د طالبانو له حضوره ترخه خاطره لري؛ خو نن د پولې د اندېښنو او دروني نارضایتو له کبله هڅه کوي، چې تروریستي ډلو ته د غوړېدا ځای ځایګی برابر نه شي؛ ځکه چې خپلې ډېرې سرچینې په منځني ختیځ کې لګوي او عملاً په یمن کې د عربستان پر وړاندې په نښته کې دی. همداراز طالبان له یوې خوا په افغانستان کې د داعش له حضور څخه انکار کوي او تبلیغاتي جګړه يې بولي، له بلې خوا د داعش ګواښ له ګاونډیو هېوادونو سره د خبرو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي او خبرداری ورکوي، چې له طالبانو پرته بل څوک په افغانستان کې داعش له پښو نه شي غورځولی. ایران هڅه کوي، چې له داعش سره په مستقیمه جګړه ښکېل نه شي. له طالبانو سره د ملي مقاومت جبهې مذاکرات هم له همدې کبله پيل شوي، که نه نو ایران په تېرو کلونو کې په ښکاره توګه د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ملاتړ ونه کړ، حال دا چې له دې ډلې سره په دوامداره توګه په تعامل کې وو.
طالبان د ملي مقاومت له جبهې سره د پټو خبرو اترو په ډاګه کولو سره د «مشروعیت» په لټه دي. هغوی هڅه کوي، له دې لارې، افغانانو او نړۍ ته وښيي، هغو کسانو چې د مقاومت خبره يې کوله، د څوکۍ غوښتنوال دي او ګویا غواړي، له قدرته د پخوا په شان استفاده وکړي او د خپل عیش او عشرت لمنه پراخه او په پایله د خلکو اندېښنه ونه لري.