داسې مهال کې چې د ایران خلک په اندېښنې سره له افغانستان سره د ختیځو پولو وضعیت او سیاسي ـ امنیتي بدلونونه څاري، ددغه هېواد په شمال لوېدیځو پولو کې جنجالونه د رسنیو سرټکي شول. د ارمنستان جمهوریت په وړاندې د قربه باغ په جګړه کې د آذربایجان د بري د لومړي کال په درشل کې، د ایران او آذربایجان تر منځ لفظي شخړې او اختلافات زیات شوي دي.
د اختلافاتو له پراختیا مخکې، دوه ایراني موټر چلوونکي چې د ایران او ارمنستان له ارتباطي لارې د آذربایجان خاورې ته د ننه شوي وو، د دغه هېواد د حکومت له خوا زنداني شول او آذربایجان په قره باغ سیمه کې له خپلې آزاد شوې خاورې د ایرانیو باروړونکو موټرو د تېرېدو لپاره لوړه تعرفه وټاکله.
د «ګوریس ـ قاپان» نښلوونکې لاره چې ایران له ارمنستان سره نښلوي، له دې مخکې د ارمنستان په واک کې وه، خو د قره باغ له جګړې او د آذربایجان له خوا د نیول شویو سیمو له آزادولو وروسته، اوس د دې لارې ځینې برخې د آذربایجان په خاوره کې دي او ارمنستان ته د ایران د باروړونکو موټر تګ راتګ له ستونزو سره مخامخ شوی دی.
د ډیرو وګړو په اند، د ایران او آذربایجان ترمنځ د لفظي شخړو او اختلاف اصلي رېښه، د آزربایجان او ارمنستان جمهوریتونو ترمنځ په ۴۴ ورځنۍ جګړه کې ده. تېر کال د جګړې د پراختیا پرمهال، ایران په دوه لاره کې راغی؛ دا چې له آذربیجانه ملاتړ وکړي که له ارمنستانه؟
د ارمنستان په پرتله، ایران او آذربایجان له څو اړخونو ژور تړاوونه سره لري چې دین، مذهب او ګډه ژبه یې مهمې برخې دي. آذربایجان مسلمان هېواد دی او ایران د خپلې تګلارې له مخې مکلف دی له غیرمسلمانو هېوادونو سره په جګړه کې له مسلمانو هېوادونو ملاتړ وکړي.
له آذربایجانه د ملاتړ او نه ملاتړ په اړه په ایران کې د دوه ډوله نظرونو په لړ کې، یو بل پياوړی لوبغاړی ډګر ته راغی چې د جګړې پایله یې د آذربایجان په ګټه بدله کړه. ترکیه، هغه هېواد چې د ایران په شان له آذربایجان سره ګډ دین، ژپه او کلتور لري د قره باغ په جګړه کې یې په ټول وس سره له نوموړي هېواده پوځي ملاتړ وکړ.
یوه کال مخکې له ارمنستان سره په جګړه کې د آذریجان له بري وروسته، د ایران پولو ته نږدې د ترکیې او آذربایجان ترمنځ ګډو پوځي مانورو د ایران او آذربایجان ترمنځ جنجال زیات کړی او د دواړو هېوادونو چارواکو «لفظي شخړو» ته مخه کړې ده.
د ایران او آذربایجان ترمنځ د وروستیو ناندریو لومړنۍ نښې هغه مهال رابرسېره شوې چې آذربایجان، ترکیې او پاکستان، د ایران او آذربایجان په سرحدي سیمو کې د ایران له ګډون پرته د «درېيو وروڼو دوستۍ» په نوم پوځي مانورې ترسره کړې. ایران ددغې پوځي مانورې او په هغې کې د ترکیې او پاکستان د ګډون په وړاندې غبرګون وښوده او اعتراض یې پرې وکړ.
د ایران د حکومت په اند، د کسپين سمندر په شاوخوا سیمو کې د «غیرساحلي» هېوادونو له ګډون پرته د پوځي مانورو ترسره کول، د دغه سمندر د«حقوقي کنوانسیون» خلاف عمل دی چې د غړو هېوادونو له خوا لاسلیک شوی دی. نو په دې توګه د ایران په نظر، ایران او پاکستان په دغو پوځي مانورونو کې د ګډون حق نه درلود.
د ایران او آذربایجان د اړیکو پېچلتیا په دې ځای کې نه خلاصه کېږي؛ څو نور لاملونه هم شته چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا لامل شوي دي. د قره باغ په جګړه کې د آذربایجان په بري سره د ایران د شمال لوېدیځو پولو «جیوپولیتیک» بدلون، له اسرایلو سره د آذریجان دوستانه اړیکې او په آذربایجان کې د ترکیې د نفوذ پراختیا، په وروستیو بدلونونو کې د ایران مهمې اندېښنې دي.
آذربایجان او اسراییل د دوستانه اړیکو له امله، په اقتصادي برخه کې پراخه همکاري لري. له یوې خوا اسراییل د آذربایجان د تېلو تر ټولو مهم او لوی پېرودونکی دی او له بله پلوه پر آذربایجان د میلیونونو ډالرو په ارزښت پرمختللې وسلې او تجهیزات پلوري.
ایران په ځلونو په ښکاره اعلان کړی چې خپلو پولو ته نږدې د اسراییلو حضور او نفوذ نه شي زغملی. په داسې وضعیت کې چې د «ابراهیم د سولې طرحه» د اسراییلو او متحده عربي اماراتو او بهرین ترمنځ د سولې لامل شوه او دغو هېوادونو ډيپلوماتیکې اړیکې سره ټینګې کړې، ایران په آذربایجان کې د اسراییلو د نفوذ له پراختیا اندېښنه لري.
یو شمېر ایراني کارپوهان ادعا لري چې د اسراییلو جاسوسي سازمان (موساد)، د ایران د اټومي پروګرام د اسنادو زیاته برخه د آذربایجان له لارې غلا کړې. د ایران د سپاه پاسداران قوماندانان ادعا کوي چې اسراییل د آذربایجان په خاوره کې جاسوسي ـ پوځي اډه لري او د اسراییلو جاسوسي الوتکې د آذربایجان له هوايي حریمه د ایران خاورې ته ورځي.
د آذربایجان ولسمشر الهام علي اف، دا ادعا بې بنسټه او په دغه هېواد کې یې د اسراییلو حضور رد کړی دی. که څه هم د نړیوالو قوانینو له مخې، آذربایجان جمهوریت د یوه خپلواک هېواد په توګه حق لري، له هر هېواد سره چې وغواړي دوستانه اړیکې ټینګولای شي او ایران پر دغه مسله اعتراض نه شي کولای.
په دې لړ کې بله مسله چې د ایران په اند له آذربایجان سره د اړیکو د ترینګلتیا لامل شوې او په هغې کې د ترکیې ښکېلتیا لیدل کېږي، بیا هم د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ د تېر کال د جګړې او له آذربایجاني ځواکونو د ترکیې د ملاتړ له امله دی. ایران ادعا لري چې ترکیې افراطي جنګیالي له سوریې څخه له ارمنستان سره د جګړې لپاره د ایران او آذربایجان سرحدي سیمو ته لېږدولي دي.
په داسې حال کې چې ترکیه او آذربایجان د ایران په پولو او له ارمنستان سره د جګړې لپاره د سوریې د افراطي جنګیالیو حضور ردوي، د ایران پوځي قوماندانان ددغو جنګیالیو حضور په داعش پورې اړوند بولي او ادعا لري، هغه څه چې دوی یې له آذربایجان سره په سرحدي سیمو کې د «داعش» او «اسراییلو» شته والی بولي، د هغوی لپاره د زغم وړ نه دي.
له دې سره په یو وخت د ایران یوه مهمه اندېښنه، په آذربایجان کې له آذري ژبو سره د ایران میشتو «آذري ژبو او تُرک توکمو» یو ځای کېدل او د تجزیې غوښتنې نظریې پياوړي کېدل دي. په داسې وضعیت کې چې د ایران ځینې، کردي، عرب او بلوڅ قومونه تجزیې غوښتنې ته لیوالتیا لري، ایران له آذربایجان سره په دوه اړخیزو اړیکو کې له احتیاطه کار اخیستی دی.
د آذربایجان او ترکیې له خوا د ګډو پوځي مانورو په غبرګون کې، ایران هم د سپاه پاسداران ځواکونو یوه برخه له آذربایجان سره په پوله کې ځای پر ځای کړه او له آذربایجان سره پولې ته نږدې یې د «خیبر فاتحان» په نوم پوځي مانورې ترسره کړې.
پر پوځي زور آزمویلو سربېره، د ایران او آذربایجان ترمنځ لفظي شخړه هم زیاته شوې او د دواړو هېوادونو حکومتي چارواکو او د پارلمان غړو په وروستیو ورځو کې د یو بل پرخلاف څرګندونې کړې دي. آن تردې چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي، په تلویحي توګه آذربایجان په څپېړه وهلو وګواښه.
د جنجالونو په وروستي مورد کې، د آذربایجان په پلازمیني باکو ښار کې د ایران د مشر د استازولۍ دفتر، د هغه څه له امله چې د کورونا ویروس پراختیا بلل شوې تړل شوی او د ایران پولو ته نږدې د آذربایجان له خاورې سره نه یو ځای شوې «نخجوان خودمختاره» جمهوریت کې د آذربایجان او ترکیې له خوا د «نه بېلېدونکې ورورولۍ» په نوم ګډې پوځې مانوروې ترسره شوې.
له دې سره سره، اصلي اندېښه دا ده چې د ایران او آذربایجان ترمنځ اختلاف، له لفظي شخړې پوځي نښتو ته بدل نه شي؛ که څه هم د دې کار احتمال کم دی او د سیاسي چارو کارپوهان باور لري چې په عراق، سوریې، لبنان او د افغانستان په وروستیو بدلونونو کې د ایران په بوختیا سربېره، لیرې ښکاري چې دا هېواد دې له آذربایجان سره جګړې ته زړه ښه کړي.