۸صبح، کابل: د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد د چین، ایران او پاکستان هېوادونو له ځانګړو استازو او سفیرانو سره په کتنه کې د سرحدونو د امنیت پر ټينګښت ټينګار کړی دی.
د طالبانو د دفاع وزارت سهشنبه د سلواغې پر ۱۰مه په یوې خبرپاڼه کې «د افغانستان د سیمهییزې همکارۍ د ابتکار» ناستې تر پای ته رسېدو وروسته د محمدیعقوب مجاهد او د ۱۱ هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، له یادې لیدنې وروسته مجاهد د چین، ایران او پاکستان له استازو سره جلا غونډه کړې او دوی ته یې «د هېواد د ثبات او د پولو د امنیت د تامین، له هېوادونو سره د متقابل احترام او اقتصادي همکاریو پر بنسټ د دوستانه اړیکو د ټينګښت» په برخه کې ډاډ ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې طالبان چمتو دي، په افغانستان کې د پروژو د پېل او بشپړولو لپاره د امنیت او نورو هر ډول همکاریو ژمنه وکړي.
پرون طالبان په کابل کې د څو هېوادونو د استازو او سفیرانو په ګډون «د سیمهییزې همکارۍ د ابتکار» ناستې کوربه و.
په دې ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي ویلي چې له هېڅ لوري سره د تقابل او شخړې غوښتونکي نه دي.
د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، بیجنګ، تهران او اسلاماباد له طالبانو سره نږدې اړیکې پاللې دي.
ورته مهال بیا په تېرو دوو کالو کې څو وارې طالب پوله ساتي له ایراني او پاکستاني پوله ساتو سره نښتې کړې دي.