یوسف کارګر یوځل بیا د آسیا فوټبال کنفدراسیون د تخنیکي کمېټې غړي په توګه وټاکل شو

٨صبح، کابل: د افغانستان فوټبال فدراسیون، د آسیا فوټبال کنفدراسیون تخنیکي کمېټې د غړي په توګه، ددغه فدراسیون د رئیس محمدیوسف کارګر، له بیاځل ټاکل کېدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن سه شنبه، د وري ٨ مه، په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي: «ښاغلی کارګر د اسیا فوټبال کنفدارسیون تخنیکي کمېټې، د ١٣ نورو غړو ترڅنګ ټاکل شوی دی.»
دغه فدراسیون وړاندې ویلي دي چې د AFC د رسمي لیک پربنسټ یوسف کارګر له ٢٠٢٣ کال نه تر ٢٠٢٧ کال پورې، د اسیا د فوټبال کنفدراسیون تخنیکي کمېټې غړیتوب ترلاسه کړی دی.
د ویلو ده چې یوسف کارګر تردې وړاندې هم د AFC د تخنیکي کمېټې غړی و. او د اسیا د فوټبال کنفدراسیون په غورونې له مخې بیا ځل د څلورو نورو کلونو لپاره، په دې بست کې حضور ولري.