سخت ستومانه دی، شونډې یې وچې شوې او په وېښتانو کې یې خاورې پرتې دي. لاسونه پر ملا نیسي او له سوړ اوسیلي ایستلو وروسته وایي چې د شپې په دوو بجو له خوبه پاڅېږي او کابو پنځوس کیلومتره لاره وهي ترڅو د بوټو ځای ته ورسېږي.
احمد چې کابو دوولس کاله عمر لري، په داسې حال کې چې پر څېره یې ستوماني له ورایه ښکاري، د درس او زده کړو په اړه څه نه وايي.
ټوله هیله یې د پينځه کسیزې کورنۍ لپاره د ژمي د سون توکو برابرول دي. دغه ماشوم وايي چې کورنۍ یې د غور په مرکز فیروز کوه کې اوسېږي. پلار یې بوډا او بې وسه دی، له همدې امله د ژمي لپاره د سون توکو د پېرلو توان نه لري. احمد د شپې په دوو بجو له خواږه خوبه پاڅېږي او په خپل خره سره کابو ۵۰ کیلومتره لاره کچ کوي او ترسپيده داغه ځان غره ته رسوي. له څو ساعته سخت کار وروسته بار تړي او بېرته د ښار په لور روانېږي او یو ځل بیا کابو پنځوس کیلومتره لاره وهي.
احمد وایي چې هیله لري درس ووايي او سوکاله ژوند ولري، خو د ژوندانه ستونزو دا هیله ترې اخیستې ده. احمد سختې ورځې په راتلونکي پسرلي کې ښوونځي د تلو په هیله تېروي.
د احمد د لوبو ملګری شمس الدین هم هغه ته ورته برخلیک سره مخ دی. احمد او شمس شپه او ورځ په ګډه یو کار کوي ترڅو خپلې کورنۍ د فیروز کوه له سختې یخنۍ وژغوري. نوموړی وایي: «دلته ژوند ډېر سخت دی، د شپې له خوا هوا سخته سړېږي.»
د شمس الدین لاسونه او پښې د سړې هوا له امله چاودې شوې دي؛ خو هغه مجبور دی چې د کور د ګرمولو لپاره دا ټولې سختۍ وزغمي.
شمس الدین وايي: «کاشکي چې د بوټو راوړل دومره اسانه وای چې هرڅوک له خپله خره سره تللی او بوټي یې راوړی.» ظاهرا احمد او شمس الدین په دغه راز وضعیت کې هم له ډېرو نورو ګاونډیو ښه چانس لري؛ ځکه اجازه ورکول کېږي چې غره ته د بوټو راوړلو لپاره ولاړ شي.
د فیروز کوه اوسېدونکی محمد نعیم له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «دلته بې وزله وګړي د لرګیو او ډبرو سکرو د پېرلو وس نه لري، هغه کسان چې د فیروز کوه له شاوخوا سیمو په دې ښار کې ژوند کوي، د سیمه ییزې شورا او کلیو د ملکانو له اجازې وروسته کولای شي له ۵۰ کیلومتره لیرې سیمو څخه د اړتیا وړ سون توکي راوړي.» د هغه په وینا، د فیروز کوه نور اوسېدونکي چې په اصل کې ددې ښار نه دي، حق نه لري، له دغو سیمو بوټي راوړي.
حبیب الله د فیروز کوه یو بل اوسېدونکی هم د غور د اوسېدونکو د سختیو او کړاوونو کیسه کوي او وايي: «دلته ژوند له محرومیت او سختيو پرته بل اړخ نه لري، له کلونو راهیسې نړۍ موږ ته په بل ډول ګوري او بې پامي راته کوي.» د هغه په وینا، اوس چې قحطي راغلې خلک له لوږې سره مخ دي او وچکالۍ او ناامنۍ د خلکو ژوند له کړاوونو ډک کړی دی؛ خو په تېرو شلو کلونو کې د میلیاردونو ډالرو په راتلو سره هم د دوی ژوند ښه نه و.
غور یو غرنی ولایت دی چې په وروستیو کلونو کې یې د وچکالۍ له امله اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ دي او ددغه ولایت د ډېری اوسېدونکو ژوند چې په کرنیزو محصولاتو پورې تړلی، اوس له پراخو ستونزوسره لاس و ګرېوان دي.