امریکا د دوحې هوکړې د څلورمې کلیزې په مناسبت ویلي چې طالبانو په دې تړون کې په خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی. ورته مهال طالبانو هم امریکا تورنه کړې چې له هوکړې یې سرغړونه کړې ده. دا تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو. د دې هوکړې له مخې امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه وویستل. تازه سپینې ماڼۍ ویلي چې دغه تړون طالبان ځواکمن او په پخواني حکومت کې یې د امریکا شریکان کمزوري کړل. بلخوا، د چارو کارپوهان باوري دي چې له سیاسي اړخه د دې هوکړې له لاسلیک وروسته پخوانی حکومت بې ارزښته او له نظامي اړخه بیا له امریکا سره د تړلتیا له کبله په ټولییز ډول بې دفاع پاتې شو. ورته مهال، د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت رییس وايي چې د دوحې تړون له لاسلیک وروسته امریکا او طالبان خپلو موخو ته رسېدلي؛ خو په خبره یې، افغانان یې قرباني شول. دغه راز، ځيني سیاستوال بیا د پخواني ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د واک انجصار او فساد د جمهوریت د پرځېدو لامل بللی دی. له دې سره هممهاله، ځينې ښځې او د بشري حقونو بنسټونه بیا د دوحې هوکړې لویه پاېله په افغانستان کې د بشري ناورین ژورېدل او له ټولییز ژونده د ښځو څنډې ته کېدل بولي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې له لاسلیکه څلور کاله تېر شول. په دې موده کې د افغانستان په کشاله کې دننه لوريو په وار وار د دوحې تړون پاېلې د طالبانو لاس ته د افغانستان لوېدل، د بشري حقونو وضعیت ناوړه کېدل او انساني ناورین رامنځته کېدل بللې دي. د تېرو څلورو کالو په موده کې امریکا او طالبانو پر یو بل تور لګولی چې له هوکړې یې سرغړونه کړې ده.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر د دوحې هوکړې د څلورمې کلیزې د پوره کېدو په مناسبت ویلي چې طالبانو «په افغانستان کې د ثبات او ټولګډونې حکومت د رامنځته کېدو لپاره له افغانانانو سره د معناداره خبرو اترو ژمنې باندې عمل کړی نه دی.» د سپینې ماڼۍ ویاندې په یوې خبري ناسته کې منلې چې د دوحې هوکړې طالبان ځواکمن او د افغانستان په پخواني حکومت کې یې د امریکا ملاتړي کمزوري کړل. هغې ومنله چې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ویستلو له پرېکړې وروسته، د روښانه لیدلوري او ځانګړي پروګرام وړاندوینه کړې نه وه.
طالبانو د امریکا له لوري د دوحې هوکړې لاسلیکېدو لامل د دغه هېواد لپاره ځاني، مالي او خونړۍ جګړه بللې ده. د هغوی په خبره، د جګړې په ډګر کې پر امریکا د دغې ډلې د فشار له کبله، دا هېواد د خبرو اترو میز ته اړ شو.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د دغې ډلې تر واک لاندې له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې امریکا تورنه کړه چې له هوکړې یې یو زر او ۷۰۰ واره سرغړونې کړې دي. نوموړي ادعا وکړه چې پخواني حکومت هڅه کوله د دوحې د سولې خبرې اترې «سبوتاژ» کړي. د هغه په خبره، پخواني حکومت نه غوښتل امریکا له افغانستانه ووځي.
طالبانو داسې مهال پر امریکا د دوحې له هوکړې د سرغړونې تور لګولی چې دغې ډلې په دوحه کې د خپلو کړیو ژمنو خلاف، د القاعده مشر ایمن الظواهري ته په کابل کې پناه وکړې وه چې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو راپور کې ویلي و چې طالبان له القاعده شبکې سره نږدې اړیکې پالي. د دغه راپور له مخې، القاعده په افغانستان کې شپږ مرکزونه جوړ کړې دي. په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ختیځ ترکستان خوځښت، د پاکستاني طالبانو تحریک او نورې اورپکې ډلې سمبال شوې نظامي او روزنیز مرکزونه لري او په خبره یې، د طالبانو له ملاتړه برخمنې دي.
ورته مهال، د پخواني حکومت د ملي امنیت رییس رحمتالله نبیل له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل چې د دوحې هوکړې له لاسلیکېدو وروسته امریکا او طالبان خپلو موخو ته رسېدلي دي. ښاغلی نبیل زیاتوي: «زما په باور د دواړو اړخونو له خوا د دوحې له هوکړې سرغړونه نه ده شوې؛ ځکه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه په افغانستان کې د سولې لپاره نه؛ بلکې د امریکايي ځواکونو خوندي وتلو او طالبانو ته د واک سپارلو لپاره وه چې دواړه لوري خپلو موخو ته ورسېدل. یوازینی اړخ چې د دې هوکړې قرباني شول، له حقونو یې سرغړاوی وشو، هغه افغانان دي.»
بلخوا، ورځپاڼه لیکوونکي فردوس کاوش له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل چې د دوحې هوکړې امریکا له یوې ناکامه او نه ختمېدونکې جګړې چې نور یې نه غوښتل دوام ورکړي او لګښت پرې وکړي، بهر کړه. د نوموړي په خبره، امریکا په ۲۰۱۸ کال کې پرېکړه وکړه چې د افغانستان له جګړې ووځي او د دوحې هوکړې دې موخې ته ورسوله. ښاغلي کاوش زیاته کړه: «د وتلو سربېره، په افغانستان کې د امریکا بله مهمه ګټه له اورپکۍ سره مبارزه وه چې مصداق یې داعش او القاعده تعریف شوی و. د دوحې هوکړې له مخې، طالبان له داعش سره د جګړې او د القاعده له خوا د امریکا پر وړاندې د واک لاندې خاورې نه کارولو ژمنه کړې ده. له همدې کبله دغه هوکړهلیک په هغه مهال کې د امریکا ګټې خوندي کړې.»
د دغه ورځپاڼه لیکوونکي په خبره، د خبرو اترو اصلي موخه چې د دوحې هوکړې لاسلیک ته یې لار هواره کړه، د امریکا او طالبانو ترمنځ د جګړې او دوښمنۍ پای ته رسېدل و. نوموړی وايي چې په هغه مهال د دواړو اړخونو له نظره، په افغانستان کې د امريکا حضور او د امريکا پر وړاندې تر خپلې ولکې لاندې خاورې د کارونې د مخنيوي لپاره د طالبانو نه لېوالتيا د جګړې اصلي عوامل و چې په وینا یې، دغه عوامل د دوحې تړون له لاسلیک وروسته له منځه لاړل.
د ښاغلي کاوش په خبره، د دوحې تړون امریکا او متحدان یې اړ کړ څو خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي او طالبان یې ژمن کړل چې اجازه ورنه کړي تر واک لاندې خاوره یې د امریکا پر وړاندې وکارول شي چې په همدې سره د دواړو لوریو ترمنځ جګړه پای ته ورسېده او د افغانستان اسلامي جمهوریت یې قرباني شو.
دا ورځپاڼه لیکوونکی ټينګار کوي: «د دوحې هوکړې له لاسلیک وروسته جمهوري نظام له سیاسي اړخه بې ارزښته شو او له پوځي اړخه بشپړ بې دفاع پاتې شو، ځکه پاېدنه یې د امریکا له نظامي حضور سره تړلی و. د لاسلیک کوونکو له خوا د دوحې له هوکړې پر یو بل د سرغړونو تور بنسټيزو او جدي مسایلو پورې اړوند نه دي، له همدې کبله د دواړو خواوو ترمنځ تعامل ته زیان نه دی رسېدلی.»
د دوحې هوکړې د پاېلو په تړاو غبرګونونه
د دوحې هوکړې د لاسلیک په اړه د تېرو څلورو کالو په موده کې سیاستوالو، د پخواني حکومت چارواکو او د بشري حقونو ځينو بنسټونو پراخې نیوکې کړې دي. د هغوی په خبره، د دې هوکړې په لاسلیک سره پخوانی حکومت وپرځېد او په افغانستان کې یې بشري ناروین رامنځته کړ. د هغوی په باور، د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان له بېلابېل ډول ناروینونو سره مخ شوی او دمګړۍ په دغه هېواد د بشري حقونو وضعیت ناوړه دی.
د بشري حقونو څار بنسټ کې د بشري حقونو مسووله هیډر بار د دوحې هوکړې د لاسلیک څلورمې کلیزې په مناسبت ویلي چې د دغې هوکړې د لاسلیک پر بنسټ، طالبانو واک ترلاسه او د نړۍ په کچه یې د ښځو لپاره ناوړه ناورین رامنځته کړی دی. نوموړې زیاته کړې: «هغه مذاکرات چې د دوحې هوکړې لاسلیک کولو ته یې لار هواره کړه، د بشري حقونو له اړخه یې ډېرې ستونزې لرلې. لومړی دا چې په دې بهیر کې افغان ښځو هېڅ ونډه نه لرله او هغوی له ټولو بحثونو څنډې ته شوې وې.»
هیډر بار د دوحې د سولې هوکړې خبرو اترو کې ښځو ته د بنسټيز رول نه ورکول بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ۱۳۲۵ پرېکړهلیک څخه سرغړونه بللې او زیاته کړې ده: «دا د امنیت شورا له ۱۳۲۵ پرېکړهلیک څخه ښکاره سرغړونه وه چې ۲۴ کاله وړاندې لاسلیک شوی دی او په هغه کې په څرګند ډول راغلي چې ښځې حق لري د هېواد د راتلونکي لپاره د سولې خبرو اترو او نورو مهمو بحثونو کې ونډه واخلي.»
د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا هم د دوحې هوکړې د لاسلیک څلورمې کلیزې په مناسبت دا هوکړهلیک په هېواد کې د بشري حقونو د اوسني ناوړه وضعیت او ناروین لامل بللی. دغې شورا د یوې ویناپاڼې په خپرولو د دوحې هوکړې د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده. یادې شورا د دوحې هوکړې په اړه ویلي: «د دوحې تړون او د هغې ضمیمې چې د یوې افراطي ډلې له رسمي کولو او ملي ګټو او حاکمیت پرضد پرته بل څه نه و چې د جمهوري ریاست دننه عناصرو او خلیلزاد سره په همغږۍ ترسره شو.»
د نوموړې شورا په ویناپاڼه کې راغلي: «د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا په داسې حال کې د دوحې د موافقې د مادو په لغوه کولو باندې ټينګار کوي، په دې باور ده چې د نن ورځې وضعیت د ټولشموله ملي پروسې له لارې بدلون ته اړتیا لري.»
د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه ليک د ۲۰۲۰ کال د فبروري پر ۲۹مه لاسليک شو. د دغې هوکړې له مخې، امریکا به په ۱۴ میاشتو کې خپل ځواکونه له افغانستانه باسي او د پخواني حکومت استازو ترمنځ به د سولې معناداره خبرو اترو ته لار پرانېزي.
دا تړون د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو پخواني سیاسي مرستیال او د ریاستالوزرا اوسني اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شو.
طالب مخالفي او د پخواني حکومت چارواکي بیا د دې هوکړې لاسلیک د طالبانو په لاس د پخواني حکومت د پرځېدو پېلامه بولي؛ خو د پخواني حکومت یو شمېر نیوکګر بیا د پخواني ولسمشر محمداشرف غني له خوا د واک انجصار د حکومت د پرځېدو لامل بللی دی.
د دوحې تړون څلور بنسټيزې برخې لري: د امریکا او شریکانو پر وړاندې د افغانستان د خاورې د نه کارونې ضمانت، د ۱۴ میاشتو په موده کې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو مهالویش، بینالاافغاني مذاکراتو پېل او د مذاکراتو پر مهال په هر اړخیز اوربند باندې بحث بیا د دغې هوکړې اصلې برخې جوړوي.