برازیلي چارواکي وايي چې د دغه هېواد په سوېلي ایالت «ریو ګرانده دو سول» کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو لږ تر لږه ۵۵ کسان مړه کړي دي.
رویټرز خبري اژانس شنبه د مې پر ۴مه راپور ورکړی چې ۷۴ کسان لادرکه او څه باندې ۶۹ زره کسان بې کوره شوي دي.
د راپور په حواله، په تېرو څو ورځو کې توپانونو د دغه ایالت دوه پر درېیمه برخه چې له اروګویې او ارژنټاین سره ګډه پوله لري، تر اغېز لاندې لاندې راوستې ده او په څو ښارونو کې یې پلونه او سړکونه ویجاړ کړي دي.
د راپور له مخې، د «ریو ګراند دو سول» په مرکز «پورتو الګره» کې د ګوایبا په نوم جهیل مات شوی او اوبو یې سړکونه په سر اخیستي دي.
د پورتو الګره نړیوال هوايي ډګر هم خپلې ټولې الوتنې تر نامعلومې نېټې محدودې او ځنډولې دي.
د برازیل ولسمشر لویس ایناسیو لولا دې سېلوا هم تېره پنجشنبه «ریو ګرانده دو سول» ایالت ته تللی و او نن بیا د ژغورنې له هڅو د ارزونې په موخه ورځي.
له دې وړاندې هم په برازیل کې ورته طبیعي پېښې شوې دي.
د تېر زېږدیز کال په مې میاشت کې هم د دغه هېواد په ځينو برخو کې سېلابونو او ځمکې ښوېدنې په پېښو کې ۲۴ کسان مړه او لسګونه نور بېسرپناه شوي و.