غزه کې د یوه شوني اوربند او د یرغملو د پرېښودو په تړاو پر تل ابیب د نړیوالو فشارونو له زیاتېدو سره هممهاله، د اسراییل لومړي وزیر ویلي چې د حماس غوښتنې به ونه مني.
ټایمز اف اسراییل یکشنبه د مې پر ۵مه راپور ورکړی چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا څرګندونې په یو ویډیويي پيغام کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې: «اسراییل به د حماس له غوښتنو سره چې د تسلیمۍ په معنا دي، هوکړه ونه کړي او جګړې ته دوام ورکوي څو ټولې موخې یې ترلاسه شي.»
نتنیاهو ویلي: «اسراییل نه شي کولای دا ومني. موږ د شرایطو منلو ته تیار نه یو چې پکې حماس له خپلو سنګرونو راووځي، بیا پر غزې خپله ولکه ټينګه کړي، خپل پوځي تاسیسات ورغوي او د سوېلي ښارونو په څنډو کې اسراییلي اوسېدونکي وګواښي.»
د اسراییل لومړي وزیر یادونه کړې چې د حماس د غوښتنو منل به یواځې راتلونکې شخړه نږدې کړي او په وینا یې، هغوی ته اجازه ورکوي چې په راتلونکې کې یوه بله «ټولوژنه» وکړي.
نتنیاهو ټينګار کړی چې د هوکړې لپاره د اسراییل دروازې پرانېستې دي؛ خو حماس به «په خپلو دریځونو ولاړ وي.»
دا په داسې حال کې ده چې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د لوړپوړو امریکايي چارواکو، قطر، مصر او حماس په ګډون په غزه کې د یوه شوني اوربند او د یرغملو د پرېښودو په تړاو خبرې دوام لري.
نتنیاهو پرېکړه کړې چې دې پړاو خبرو ته پلاوی ونه لېږي.
له دې وړاندې په غزه کې د اوربند او یرغملو د خوشې کولو لپاره د خبرو اترو څو پړاوونه بې پاېلې و.